1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د ښځو د عالي شورا د جوړیدو خبر ورکړ

۱۳۹۹ مرداد ۲۳, پنجشنبه

افغان ولسمشر له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو تر شروع کیدو دمخه د ښځو د یوې عالي شورا د جوړیدو خبر ورکړ. په دغه شورا کي به اجتماعي فعالینې، د بشر د حقوقو پلویان، سیاستمداران او مامورین شامل وي او ۲۶ تنه غړي به ولري.

https://p.dw.com/p/3guVa
Afghanistan Loya Jirga in Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

په هغه اعلامیه کي چي نن پنجشنبه »د اګست میاشتي ۱۳ مه« د جمهوري ریاست د ماڼی څخه خپره سوه، راغلي، چي دغه شورا به د ښځو د حقوقو د ساتلو له پاره مبارزه وکړي.

په دې منځ کي په سلهاوو ښځو د طالبانو څخه وغوښتل، چي د پلان سوو بین الافغاني خبرو پر مهال د ښځو حقوق ومني. په هغه پرانيستي لیک کي چي د طلوع نیوز چینل په ویب پاڼه کي راغلی، هغوی ویلي دي: «د ماندینو، میندو، لوڼو او خوندو په حیث موږ ډیر خراب حالتونه لیدلي او د جنګ او تشدد وحشت ته پریښوول سوي یو.»

دغه سرخلاصی لیک، چي د ټولني د مختلفو اقشارو څخه تقریبأ ۴۰۰ ښځو امضا کړی، په هغه کي همدارنګه راغلي:«موږ به پرې نږدو، چي د ټولني په بیا رغونه کي زموږ مقام او سهم له منځه ولاړ او یا بیرته پر شاتګ وکړي.»

د تیري یکشنبه په ورځ به کابل کي لويي جرګې د بین الافغاني خبرو په مخکي وروستی خنډ لیري کړ. یعني دا چې کله چي د طالبانو او حکومت ترمنځ د بندیانو تبادله تکمیل سي، دواړه طرفونه به په دوحه کي سره خبري شروع کړي.

په ۹۰ مو کلونو کي د طالبانو د حاکمیت پر مهال ښځي په عامه ژوندانه کي د ګډون څخه محرومي سوي وې. نجونو نه سوای کولای مکتبو ته ولاړي سي او ښځو کارونه نه سوای کولای. د طالبانو تر سقوط وروسته د ښځو حالت یو څه ښه سو. خو طالبانو بیا پروسږکال اعلان وکړ، چي د اسلام په چوکاټ کي د ښځو حقوق مراعتوي، په کوم کي چي به تعلیم او کار هم شامل وی.

خو افغان ښځي سربیره پر دې هم بیره لري، چي د هغوی حقوق کیدلای سي، د طالبانو سره د بین الافغاني خبرو پر مهال بیرته محدود سي.

زموږ له آرشيف څخه: