1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د شک په فضا کې ټاکنو ته چمتوالی نیسي

۱۳۹۸ مرداد ۴, جمعه

تر میاشتو ځنډ او سیاسي جنجالونو وروسته، افغانستان یو ځل بیا د ولسمشریزو ټاکنو له پاره چمتوالی نیسي. دغه ټاکنې کیدای شي د تیرو ټاکنو په څیر له تاوتریخوالي او درغلیو سره مل وي.

https://p.dw.com/p/3MmiV
Afghanistan Wahl 2018 in Herat
انځور: DW/S. Tanha

د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له پاره کمپاینونه پیلیږي. پوره دوې میاشتې وروسته به بیا افغانان د ولسمشر غني په ګډون د ۱۸ نوماندانو له ډلې څخه یو ته یې د ولسمشر کیدو په موخه خپله رایه ورکړي.

د افغانستان راروانې ټاکنې په ډیر حساس وخت کې کیږي. طالبان چې دغه انتخابات ردوي، اوس له امریکا متحده ایالاتو سره په خبرو بوخت دي. امریکا په دې هڅه کې ده چې له طالبانو سره یوه توافق ته په رسیدو سره خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي او جگړه ختمه سي.

واشنګټن غواړي دغه تړون ته د روان کال د سپتمبر تر لومړۍ نیټې مخکې ورسیږي خو ویل کیږي چې دا ښايي ستونزمن کار وي ځکه د سولې خبرې ډیرې مغلقې او له ستونزو سره مل دي. دا نو په دې معنی ده چې راتلونکی ولسمشر به اړ وي چې له طالبانو سره د سولې بهیر پر مخ یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تکرار سره دا په کلکه رد کړې ده چې له حکومت سره خبرو ته کښیني.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کمپاینونه په داسې حال کې پیلیږي چې په وروستیو وختونو کې په دې هیواد کې تاوتریخوالي هم زور اخیستی دی.

یوازې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې درې چاودنې وشوې چې لس کسان پکښې ووژل شول او په لسونو نور ټپیان شول.

که د سپتمبر پر ۲۸مه نیټه په پلان شویو ټاکنو کې یو نوماند د اکثریت رایو په ترلاسه کولو و نه توانیږي نو دویم دور ښايي د نومبر میاشتې په پای کې ترسره شي.

خو تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې ایا ټاکنې به ترسره شي او که نه. دغه ټاکنې تر اوسه پورې دوه وارې ځنډیدلي دي او کیدای شي یو ځل بیا هم وځنډیږي.

نهه میلیونه افغانانو په دې ټاکنو کې د رای اچولو له پاره خپل نومونه ثبت کړي دي. خو یو شمیر څارونکي او د ولسمشر غني مخالفین بیا وایي چې په دې کې ځینې جعلي رای ورکوونکي هم شامل دي. ځينو نوماندانو خو آن ګواښ کړی دی چې دغه بهیر به تحریم کړي ځکه په خبره یې ولسمشر غني له خپل موقف څخه پخپله ګټه استفاده کوي.

په ټاکنو کې پر ولسمشر غني سربیره، د افغانستان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او د ملي امنیت پخوانی مشر حنیف اتمر هم شامل دي.

(ms/ nz (afp