1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د دولتي روغتيايي مرکزونو کمښت او د شخصي کلينيکونو مرستي

۱۳۹۸ فروردین ۲۳, جمعه

په افغانستان کې د دولتي روغتيايي مرکزونو د کمښت ستونزه نه يوازي په ليري پرتو ولسواليو کي محسوسيږي، بلکي په لويو ښارونو کي هم دغه ستونزه شته. اوس ځيني شخصي کلينيکونه په وړيا توگه ځيني ناروغانو درملنه کوي.

https://p.dw.com/p/3GhSp
Afghanistan Anschlag in Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

په افغانستان کې د روغتياي مرکزونو کمښت او د خلکو اړتياوو ته په کتو سره اوس ځيني شخصي کلينيکونه او روغتيايي مرکزونه ځيني ناروغان حتی په وړيا توگه تداوي کوي.

په پلازمینه کابل کې ډاکټر محمد صديق صديق د اريانا شفا روغتون او د اريانا شفا په نامه طبي انستيتوت مسئول وايې: «هر کال ماته تر څلويښت زره زيات ناروغان راځي چې د دیرش سلنه يې په وړیا توګه درملنه کيږي.» د هغه په خبره دا هغه کسان دي چې د درملو رانيولو توان نه لري.

د ډاکټر صديق په څير بيوزلو ناروغانو ته مرسته رسونکې د بلخ ولايت د چاربولک ولسوالۍ اوسیدونکې ډاکټر آغامير عتيق هم په جګړه ايزو حالاتو کې خلکو ته حياتي مرستې رسوي.

هغه چې په دغه ولسوالۍ کې په يوه دولتي کلينيک کې کار کوي، د چاربولک په ولسوالۍ کې شخصې کتنځای هم لري، وايې :«موږ په بيړنیو حالاتو کې چې يو څوک ټپې شوی وي او د ویني جریان يې بايد وتړل شي ځان ورته رسوو، که مالي حالت يې ښه نه وي فيس ترینه نه اخلو.»

دا چې په ټول افغانستان کې څومره روغتيايي مرکزونه شتون لري د عامي روغتيا وزارت وياند ښاغلې وحيد مايار وايې:«په ټول هیواد کې ۳۸۷۶ راجستر شوي روغتیايٍ مرکزونه دي، چې په دوي کې ۳۸۳ يې خصوصی راجستر شوي مرکزونه دي او پاته نور بیا د روغتيا وزارت پورې تړاو لري.»

وحيد مايار وايې، چې په اوس وخت کې روغتیاي خدماتو ته د خلکو  لاس رسی نوي سلنه زيات شوی او زموږ هڅه دا ده چې دغه لاس رسې نور هم زيات کړو: «زموږ وزارت يو غيري سیاسي وزارت دی، موږ هغه سیمو ته چې د مخالفینو په واک کي دي هم مرستې رسوو، خو کله چې جګړه روانه وي بيا زموږ د کارکوونکو ژوند ته ګواښ وي.»

Afghanistan Anschlag in Khost | Verletzte in Krankenhaus
انځور: Imago/Xinhua

خو د څارونکو په اند په دي ټولنه کې نيکمرغه انسانان ناببره بدمرغه شي. ډير کله داسي هم پيښيږي چې په ناڅاپې ډول د تورې شپې په زړه کې د چا د استوګنې پر مېنه يو راکټ ولگيږي او د کورنۍ غړي د مرګ کومې ته ټيل وهي.

نجيب الله سلطاني چې په دولتي روغتون کې کار کوي او هم د چاربولک په ولسوالۍ کې شخصي کتنځاي لري، د ټپيانو د درملنې يوه پيښه داسي  بيانوي: «زه به تاسي ته د یوې کورنۍ د غړو کیسه وکړم چې څو شپې مخکې د هاوان يوه ګولۍ يې پر کور لگېدلې وه او درې تنه يې داسي ټپيان راته راوستل،چې ژور ټپونه يې لرل. ما په بيړه د هغوي ټپونه وګنډل او بیړنۍ مرستې مې ورته ورسولې، زما د څو ساعتونو زيار پرته پرې د مصرف شوي طبي توکو لګښت څلور نيم زره افغانۍ شو. خو د کورنۍ مور راته وويل،چې موږ  بيګا د خوړو له پاره څه نه لرل. نو هماغه وو چې پيسې مې ترينه وانه خيستلي او کورته مې وليږل.»

ډاکټر نجيب سلطاني د تبرکلوز او رواني ناروغانو درملنه هم کوي، چې يو تن ناروغ يې داسي وايې:«څو موده مې تبرکلوز درلود، ‌ډاکټرانو ته ولاړم خو ګټه يې ونه کړه اوس دا څلور مياشتي کيږي چې دغه ډاکټر مې درملنه کوي، تر اوسه يې راڅخه پيسې هم نه دي اخيستې اوس ښه شوې يم.»

کتونکي وايې، تر هغه چې په افغانستان کې پوره شمير روغتياي مرکزونه شتون ونه لري، نو د دغه ډول ډاکټرانو مرستې د ارزښت وړ دي.