1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان، د اختریز اوربند پای او په څو ولایتونو کې جګړه

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۶, یکشنبه

رپوټونه وايي چې په افغانستان کې د درې ورځني اوربند په پای ته رسېدو سره سم په څو ولایتونو کې سخته جګړه پيل شوې ده. د خلکو اندېښنې او غوښتنې څه دي؟

https://p.dw.com/p/3tSnl
Afghanistan | Konflikt in Laschkar Gah | Afghanische Sicherheitskräfte
انځور: Sifatullah Zahidi/AFP

عبدالرحمن د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او وايي چې د اختر درې ورځني اوربند سربیره یې هم د ولسوالۍ په یوه جومات کې چاودنې امام او لمونځ کونکي ووژل. 

نوموړي دویچه ویله ته وویل، چې د اختر په شپو ورځو کې کابل ښار ته د ورڅېرمه همدې ولسوالۍ د "شاه و عروس" بند ته نیږدې د جګړي شاهد هم دی: « د اختر شپو او ورځو کې د اوربند په وجه سولې ته د افغانانو هیله مندي ډېره شوې وه، زه په دې هیله وم چې اوربند به وغځول شي، خو په کابل کې چې بریدونه وشول د نورو ولایتونو به څه حال وي.» دی زیاتوي چې وروستی جګړې هیڅ افغان ته د منلو نه دي.

کابل ته د ورڅېرمه ولسوالۍ اوسېدونکي په داسې مهال د جګړې له سختوالي په اندېښنه کې دي، چې له سویلي ولایتونو کندهار او هلمند په ګډون په شاوخوا ۱۸ ولایتونو کې د سختو جګړو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د اوربند پرمهال ولسي مرګ ژوبله

د افغانستان ملي دفاع وزارت تور لګولی چې طالبانو د اوربند په ورځو کې هم ځینو ولایتونو کې بریدونه کړي، چې له امله یې شاوخوا ۹ ولسي افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسهاوو ټپیان دي.

د اختر پر لومړۍ ورځ کندهار او کندز ولایتونو کې دوو چاودنو ۹ ملکي وګړي ووژل او۱۷ نور یې ټپیان کړل.

دغه راز، د اختر په دویمه ورځ د کابل د شکردرې ولسوالۍ په یوه جومات کې چاودنې د ملا امام په ګډون ۱۲ لمونځ کوونکي ووژل او دې پېښې څه باندې ۲۰ ټپیان هم پرځای پرېښودل.

او د اختر په درېیمه ورځ د کابل - جلال اباد پرلویه لار سروبي ولسوالۍ کې د ترافیکو پر یوه رنجر د مقناطیسي ماین چاودنې یو پولیس او دوه ملکي وګړي ټپیان کړل.

د اوربند د پای ته رسېدو سره همهاله ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې د هلمند لښکرګاه ښار په څنډو کې یې د طالبانو پرضد چاڼیز پوځي عملیات کړي.

د دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې چې نن یکشنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د مۍ ۱۶مه) خپره شوې راغلي: «نن سهار دفاعي او امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت مرکز "لښکرګاه" ښار اړوند او په "نهر سراج" ولسوالۍ کې د طالب ترهګرو پر پټنځایونو بریدونه ترسره کړل، چې په پایله کې د یاد ولایت مارجې ولسوالۍ له پاره د طالب ترهګرو پوځي مسؤل "حسیني" په ګډون, ۲۰ طالب ترهګر ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپيان شول.»

له همدې سره هممهاله طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم نن پر خپل ټویټر پاڼه په څو ولایتونو کې د جګړو او بریدونو خبره کړې او په هغوی کې یې د خپلې بریا ادعا کړې. مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «نن ورځ د پکتیا ولایت وزي ځدران ولسوالۍ اړوند په سټو کنډو سیمه کې د مزدور دښمن په عملیاتي قوه چاودنه وشوه، په پېښه کې ۶ تنه عسکر قتل، ۲ تنه نور ژوبل شول او یو ټانک په بشپړه توګه له منځه لاړ.»

طالب ویاند رسنیو سره په خبرو کې د اختریز اوربند نقضول رد کړي او برعکس یې پر افغان ځواکونو د اوربند د نه رعایتولو تور لګولی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا ویلي چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره طالبانو ته د جګړې د دوام هیڅ ډول پلمه نه پاتې کیږي. نوموړي د کندهار، پکتیا او ننګرهار ولایتونو قومي مشرانو سره په کتنه کې ویلي: «اوس وخت رارسېدلی چې په تدبیر، زړورتیا او جرات سره سولې ته لومړیتوب ورکړو.»

دغه راز ښاغلي غني تېر ماښام د هېواد د قول اردوګانو له قوماندانانو سره په ټیلفوني اړیکه کې هغوی ته ویلي چې که طالبانو جګړې ته دوام ورکوي، نو افغان ځواکونه یې باید پروړاندې چمتوالی ولري.

هاخوا د چارو یوشمېر کتونکي وايي په طالبانو کې د څو ډلو شتون وښوده چې په تېر درې ورځني اوربند کې هم جګړه او برېدونه ول.

د سیاسي او امنیتي شنونکي عین الدین بیګ دویچه ویله ته وویل: «طالبان یو لاس نه دي، په هغوی کې هم ځیني کسان شته چې د جګړې د دوام طرفدار دي.»

عام افغانان ټینګار کوي چې د لنډمهالي او نیمګړي اوربند پرځای غوره ده چې د افغان جګړې ښکېلې غاړې د سولې مانا لرونکو خبرو ته سره کیني. د هغوی پر باور اوسمهال د سولې تر نامه لاندې لیدنې او کتنې ځکه ګټورې نه دي چې د جګړې پر کمولو یې هیڅ ډول اغیز نه دی کړی.

اسماعیل شاکر – کابل