1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

افغانستان ته د ترمپ سفر او خبرو ته د طالبانو چمتوالی

۱۳۹۸ آذر ۸, جمعه

طالبانو افغانستان ته د ولسمشر ترمپ تر ناڅاپي سفر یوه ورځ وروسته، د جمعې په ورځ وویل چې له امریکا متحده ایالاتو سره د خبرو اترو بیا پیلولو ته چمتو دي. ترمپ په افغانستان کې ویلي وو چې طالبان ښايي یوه اوربند ته غاړه کیږدي.

https://p.dw.com/p/3TvLR
Afghanistan | Donald Trump besucht Truppen zu Thanskgiving
انځور: Getty Images/AFP/O. Douliery

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د پنجشنبې په ورځ ناوخته په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسید. دا تر ولسمشر کیدو وروسته، افغانستان ته د ترمپ لومړی سفر وو چې اصلي هدف یې د «تنکس ګیوینګ» يا شکرانې په ورځ له امریکایي سرتیرو سره لیدنه وه. خو ترمپ په دې سفر کې له ولسمشر غني سره هم ولیدل.

ترمپ امریکايي ځواکونو ته په وینا کې دا هم وویل چې استازو یې بیا له طالبانو سره لیدنې پیل کړې دي: «طالبان غواړي یوه معامله وکړي او موږ له هغوی سره وینو.»

د متحده آيالاتو ولسمشر زیاته کړه: «موږ وایو چې باید یو اوربند موجود وي، خو هغوی [طالبانو] نه غوښتل چې اوربند وکړي، خو زه اوس باور لرم چې هغوی یو اوربند غواړي. ښايي هر څه همداسې وشي.»

ترمپ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له ولسمشر غني سره هم ولیدل
ترمپ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له ولسمشر غني سره هم ولیدلانځور: Reuters/T. Brenner

د طالبانو مشرانو د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې غړي یې له څو ورځو راهیسې په دوحه کې له امریکايي چارواکو سره ویني. دغو چارواکو زیاته کړې ده چې کیدای شي طالبان او امریکا متحده ایالات ژر رسمي خبرې اترې هم پیل کړي.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، د جمعې په ورځ وویل چې ډله یې د خبرو اترو بیا پیلولو ته چمتو ده. د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې اترې په سپتمبر میاشت کې د ولسمشر ترمپ له خوا په ناڅاپي توګه وځنډول شوې.

ذبیح الله مجاهد د رویترز خبري آژانس ته ویلي: «زموږ دریځ اوس هم د پخوا په څیر دی. که سوله پیلیږي نو باید له هغې مرحلې پیل شي چې په کې [خبرې اترې] دریدلې وې.»

د طالبانو یوه قوماندان د نوم د نه بربنډیدو په شرط ویلي دي: «موږ هیله لرو چې افغانستان ته د ترمپ سفر به ثابته کړي چې هغه د خبرو د بیا پیلولو په باب جدي دی. موږ فکر نه کوو چې هغه دې کوم بل انتخاب ولري.»

(ms/ns (reuters