1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: اوربند او که د تاوتریخوالي کمېدل

۱۳۹۸ دی ۲۸, شنبه

افغان حکومت وايي، «اوربند» او یا هم د «تاوتریخوالي کمېدو» ته تراوسه طالبانو چمتوالی نه دی ښودلی. حکومت ټینگار کوي، چي بې له یوه اوربند څخه د سولي یو تړون ممکن نه دی.

https://p.dw.com/p/3WPID
Russland Moskau Afghanistan-Gespräche Mullah Baradar Taliban
انځور: picture-alliance/AA/S. Karacan

افغان حکومت وایې، هغه طرحه د منلو وړنه ده چې په هغې کې اوربند نه وی ذکر شوي.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ ۱۸مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل، د «اوربند» او یا هم د «تاوتریخوالي کمېدو» په تړاؤ تراوسه پوري په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرو کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه طالبان باید اوربند ومني او افغان حکومت سره مستقیمي خبري وکړي. صدیقي په خپلو خبرو کې همدا راز وویل: «خلک باید اوربند وویني ځکه دا د افغانانو ډیره مهمه غوښتنه ده.»

صدیق صدیقي زیاتوي، افغان حکومت هیله من دی چې طالب پلاوی به د اوربند وړاندیز په منلو سره قطر ته ګرځېدلی وي.

اوربند او که د تاوتریخوالي کمېدل

د افغان حکومت دغه ویاند د اوربند پر ځای د تاوتریخوالي کمېدل بې مانا وبلل. ده وویل: «افغانانو ته د تاوتریخوالي کمېدو موضوع مبهمه ده، که زه یې تشریح کړم ایا دا به په دې مانا وي چې د ورځې به لس برېدونه نه بلکې پنځه برېدونه کیږي؟!»

هاخوا د چارو یوشمېر کتونکي بیا د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت ګټور بولي، خو په دې اړه پر افغان حکومت د دوی په حواله د « عاقلانه سیاست» غږ کوي.

سیاسي شنونکی شیرین خان حبیب دویچه ویله ته وویل، په حکومت کې دننه هم د اوربند او تاوتریخوالي کمیدو د څرنګوالي پرسر اختلافات شته چې دا چاره د افغانانو د سولي داعیه زیانمنوي.

ښاغلی حبیب د تاوتریخوالي کمېدل هم تر اوسني جګړه ییزه وضعیته غوره بولي. هغه زیاته کړه: «اوربند ټینګېدل خو ډیر غوره وو، خو که طالبان په لویو ښارونو کې د تاوتریخوالي کمېدو سره هم موافقه وښيي باید افغان حکومت یې هرکلی وکړي او وې مني ځکه اوسنی سولي ته برابر شوی فرصت یو طلايي فرصت دی.»

هاخوا په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما وایي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازي تدامیچي یاماماتو، په دوبی کې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي سره کتلي.

ددې ناستې په اړه د یوناما پر ټویټرپاڼه کی یواځې همدومره لیکل شوي چې: «په دې ناسته کې د افغان سولې هلوځلو څخه د نړېوالې ټولنې پر ملاتړ خبرې شوي.»

په همدې حال کې د روسیي بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبان به بین الافغاني خبرو ته وهڅوي.

د افغانستان د ولسي جرګې یوه پخواني غړي صالح محمد صالح دویچه ویله سره خبرو کې پر افغان سوله د سیمي هېوادونو موافقه اړینه وبلله.

Afghanistan  Taliban Gefängnis
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

ده وویل: «روسیه، چین، پاکستان او ایران باید دلته یوه خوله شي او دغو هيوادونو ته باید قناعت هم ورکړل شي چې د افغانستان د سولي بهیر څخه صادقانه ملاتړ وکړي.»

طالبانو تردې وړاندې ویلي چې امریکا سره د «سولي چمتو شوي هوکړه لیک» د لاسلیک او مراسمو پرڅرنګوالي او نېټه یې خبرې روانې دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین تیره ورځ پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د سولي هوکړه لیک په اړه له امریکايي مذاکراتي ډلې سره ګټورې خبرې شوي او دا خبرې به دوام لري.

اسماعیل شاکر – کابل