1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او تاجکستان د اورګاډي د پټلۍ موافقتنامه لاسلیک کړه

۱۳۹۸ دی ۱۶, دوشنبه

د افغانستان د ترانسپورت وزارت ویلي دي چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د جوړیدو توافقنامه لاسلیک شوې ده. د دغې پټلۍ پرمټ به افغانستان د شیرخان بندر له لارې د تاجکستان له پنج پایان سیمې سره وصل شي.

https://p.dw.com/p/3Vkrp

د افغانستان د ترانسپورت وزارت چارواکي د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اور ګاډې د یوې پټلۍ د جوړولو په برخه کې د یوې توافقنامې د لاسلیک کولو خبر ورکوي. د دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ دغه توافقنامه د تیرې شنبې په ورځ د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمنځ لاسلیک شوې ده.

د دغې توافقنامې په اساس، افغانستان به د جلال الدین محمد بلخي «کلخوز آباد» د اورګاډي د اصلي پټلۍ په واسطه د شیرخان بندر له لارې د تاجکستان د «پنج پایان» له سیمې سره وصل شي.

د افغانستان د ترانسپورت وزارت چارواکي په دې باور دي چې د دې پټلۍ جوړیدل له اقتصادي پلوه د افغانستان له پاره ډیر مهم دي.

د یادې توافقنامې پر اساس، دواړه لوري به په داوړو هیوادونو کې د اورګاډو له شته شبکو سره د دې پروژې د چټک وصل کولو په برخه کې لاز اقدامات عملي کوي.

د ترانسپورت وزارت په دې خبرپاڼه کې همدا راز راغلي دي چې تاجکستان او افغانستان ترمنځ پر ګډه پوله د پنج پر سیند باندې د پله جوړولو د طراحۍ، تخنیکي او اقتصادي مطالعه او ساختماني چارې به یې تاجکستان پر غاړه ولري.

سربیره پر دې تاجکستان به د یادې پټلۍ د جوړلو او د شیرخان بندر د تم ځای د جوړولو مسئولیت هم پر غاړه ولري.