1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان: ښايي په ۲۰۱۹م کال مو لا ډیرې وینې تویې شي

۱۳۹۷ دی ۹, یکشنبه

په داسې حال کې چې ۲۰۱۸م کال افغانانو ته یو له تر ټولو ډیر خونړی کال وو، د امریکايي سرتیرو د احتمالي کمښت او د ولسمشریزو ټاکنو ځنډیدو د افغانانو ترمنځ دا ویره را پورته کړې چې ښايي ۲۰۱۹م کال تر دې هم خونړی وي.

https://p.dw.com/p/3AmNx
Afghanistan Explosion in Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/Zumapress

مخکې له دې چې د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای له پاره له طالبانو سره د سولې یو توافق رامنځ ته شي، د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ هغه احتمالي پلان چې غواړي له افغانستانه د امریکايي سرتیرو شمیر کابو نیمايي کم کړي، ګڼ شمیر افغانان لا پسې ناهیلي کړي. سپینې ماڼۍ بیا دغه څه نه دي تائید کړي.

په داسې حال کې چې د ځینو اټکلونو له مخې د افغانستان کړکیچ په روان کال کې د سوریې تر کړکیچ خونړی وو، ګڼ شمیر هغه افغانان چې له اوږدې مودې راهیسې له جګړې کړیږي او په داسې یوه وخت کې چې طالبانو او داعش ډلې په افغانستان کې پر امنیتي ځواکونو او ملکیانو باندې بریدونو ته زور ورکړی او تقریباً هره ورځ بریدونه کوي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې مخ پر ډیریدونکي توګه د راتلونکي په هکله ناهیلي دي.

Explosion in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

په کابل کې چې د ملکیانو له پاره یو له خونړیو ځایونو څخه دی، د بریښنا د څانګې یوه انجنیر محمد حسین وویل: «د هرې ورځې په تیریدو سره وضعیت خرابیږي.» نوموړی زیاتوي چې پنځه کاله وړاندې امنیت د نن ورځې له وضعیت څخه ډیر ښه وو. هغه وايي چې ان که په کابل کې بریدونه هم ونه شي، موږ د یوې پیښې په انتظار وو.

ذبیح الله شیرزاد چې په کابل کې د کثافاتو د راټولولو یو شرکت لري وايي چې ۲۰۱۸م کال یو له خونړیو کلونو څخه وو او وړاندوینه کوي چې ۲۰۱۹م کال به له دې هم خونړی وي. دغه ۴۲ کلن د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «موږ به لا ډیر قتلونه او د وینې تویدنې شاهدان اوسو. زه د سولې خبرو ته هیله من نه یم.»

دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ملکي تلفات خپلې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی دي او طالبان د پخوا په پرتله افغان امنیتي ځواکونه لا ډیر تلفات اړوي. سربیره پر دې، افغانستان د خبریالانو د مرګونو له اړخه هم په ټوله نړۍ کې یو خونړی هیواد دی. په روان کال کې د فرانسې د خبري اژانس د یوه عکاس په ګډون د رسنیو ۱۵ کارکوونکي وژل شوي دي.

Bildergalerie Jahresrückblick 2018
انځور: Reuters/O. Sobhani

د دې ناخوالو سربیره، افغانستان د یوې شدیدې وچکالۍ سره هم لاس او ګریوان دی چې له کبله یې شاوخوا ۲۵۰ زره افغانان د خپلو سیمو پریښودو ته اړ شوي او د یوه بشري ناورین سبب ګرځیدلی دی. په افغانستان کې ګڼ شمیر خیریه سازمانونه هم د وچکالیو له کبله بې ځایه شویو افغانانو ته د خوراکي توکو او استوګنځایونو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي. د افغانستان د څیړونکو له شبکې څخه توماس روتیګ وايي: «روان کال ډیر بد کال وو. وضعیت اصلاً ښه شوی نه دی.»

ځینې کتونکو بیا په روان ۲۰۱۸م کال کې ځینې مثبت پیښې هم لیدلي دي او وايي چې که شرایط برابر شي، ښايي دغه څه به د دې سبب وګرځي چې په ۲۰۱۹م کال کې افغانان یو ښه خبر ترلاسه کړي. د روان میلادي کال په جون میاشت کې ګڼ شمیر افغانانو له طالبانو سره د لنډ اوربند هرکلی وکړ، د طالبانو سره یې انځورونه واخیستل او له دوی سره په ګډه آیسکریمونه وخوړل. دغه څه د دې ښکارندويي کوي چې د جګړې په دواړو لورو کې سولې ته علاقه مندي موجوده ده.

Russland Vertreter der Taliban in Moskau
انځور: picture-alliance/Sputnik/V. Astapkovich

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر، داود مرادیان بیا د امریکا له لوري په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د احتمالي کمښت د راپورونو په هکله خبرداری ورکوي او وايي چې د امریکايي سرتیرو په کمښت سره داسې ویرې را پورته شوي چې ښايي په راتلونکي کي له افغاستانه ټول امریکايي سرتیري وایستل شي او دغه څه به د سولې تر توافق وړاندې د سیمه ایزو بعدونو لرونکی یوې بلې کورنۍ جګړې ته لمن ووهي.

خو د افغانستان د څیړونکو له شبکې څخه روتیګ بیا وايي چې واشنګټن باید د افغانستان د سولې غوښتنې ته د امریکايي سرتیرو د ایستلو او پیسو د ساتلو په پرتله لومړیتوب ورکړي. نوموړي چې د افغانستان په هکله یې د امریکا ستراتیژې بې اغیزه وګڼله وویل: «دوی [امریکایان] چې څومره د ستونزې سبب دي، دوی په همدې اندازه د حل سبب هم کیدلی شي.»