1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان خبریال د بې وزلو له پاره د زده کړو زمينه برابره کړې

۱۴۰۱ آذر ۲۲, سه‌شنبه

یو افغان خبریال په خپلو شخصي امکاناتو په افغانستان کې شلو بې وزلو افغان ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړې ده. په کابل کې په دغو شلو زده کوونکو کې څلور هم نجونې دي چې د شخصی کورسونو له لارې وړیا زده کړې کوي. محبوب الهي چې اوس په کاناډا کې دی وايي، د ژوند ټولې اسانتیاوې راته برابرې شوي خو لا هم ډیر څه شته چې روان مې ځوروي. نور په دې غږیز راپور کې اوریدلی شئ.

https://p.dw.com/p/4Krej

محبوب الهي په کابل کې د یو خصوصي ټلویزیون سره کار کاوه او په خپلو شخصي اړیکو د تخلیې په مهال له کابله ووت. لا یې په کاناډا کې کال نه وو پوره شوی، چې د خپلې کورنۍ د لګښتونو سربیره یې د مرستې لاس کابل او ولایتونو کې تر بې وزلو رسیدلی دی. محبوب اوس شل یتیم او بې وزله افغان ماشومانو ته د زده کړو وړیا زمینه برابره کړې ده.

محبوب الهي په کابل کې د یو خصوصي ټلویزیون سره کار کاوه او په خپلو شخصي اړیکو د تخلیې په مهال له کابله ووت. لا یې په کاناډا کې کال نه وو پوره شوی، چې د خپلې کورنۍ د لګښتونو سربیره یې د مرستې لاس کابل او ولایتونو کې تر بې وزلو رسیدلی دی. محبوب اوس شل یتیم او بې وزله افغان ماشومانو ته د زده کړو وړیا زمینه برابره کړې ده.

هغه دويچه ويله ته وويل: «شل کسان مې کابل کې خصوصي کورس ته معرفي کړي دي، دا زما خپلوان اوکلیوال نه دي ځينې یې یتیمان او یا هم ډیر بې وزله دي، په دوی کې خوشبختانه څلور هم انجونې دي، له فیس نیولې تر کتاب او کتابچو ټول هر څه یې زما مسولیت دی.»

په کاناډا کې میشت افغان خبریال محبوب الهي په کابل کې د بې وزله ماشومانو له پاره په خپلو مالي امکاناتو د زده کړې زمینه برابره کړې ده.
په کاناډا کې میشت افغان خبریال محبوب الهي په کابل کې د بې وزله ماشومانو له پاره په خپلو مالي امکاناتو د زده کړې زمینه برابره کړې ده. انځور: B.D.

پر زده کړو سربیره دغه افغان خبریال ننګرهار کې څو کورنیو سره په میاشتني ډول هم مرستې کړي چې پلرونه او زامن یې د پخواني جمهوري نظام په مهال د افغان ځواکونو په لیکو کې له لاسه ورکړي دي. له یتیمانو او بې وزلو سره د مرستې انګیزه ښايي د محبوب په ماضي پورې تړلې کېسه وي.

الهي وايي: «زما خو نه یادیږي خو نیا او مور مې وايي چې زه د ۱۶ ورځو ووم چې پلار مې د جلال اباد په مشهوره خپل منځي جګړه کې ژوند له لاسه ورکړ.»

محبوب د سلګونه زره نورو افغان ماشومانو په څير سترګې د کډوالو تر ټولو لوی او مشهور پنډ غالي ناصر باغ کې پرانیستلې. لکه د هر افغان ژوند یې له کړاو او ستونزو خالي نه و، له کوچنیوالي بیا ترځلمیتوب یې د خپلو محرومیتونو کېسې درلودې.

ښاغلي محبوب دویچه ویله ته وویل: «له ۱۲ چې فارغ شوم بیا مې د لوړو زدکړو لپاره د پوهنتون فیس وس نه درلود او د کور لګښتونه هم و اړ شووم چې د زدکړو په ځای کار ته مخه کړم.»

لوړو زدکړو ته لار یې په پيچومو ور ختل و، دلته یې هم وخت ناوخت د فیس نه درلودو له امله زدکړې ټکنۍ شوي دي. د محبوب د ژوند تر ټولو ځوروونکې شېبه کله او څه ډول وه؟ هغه یې په خپله کیسه کوي: «زما په ژوند کې تر ټولو ځوروونکې شېبه هغه وخت وه چې کله ما فیس نه درلود او زه یې د امتحان له صحنې وویستلم، په داسې حال کې چې ما د څو مضمونونوپارچې ورکړې هم وې ، له همدې ځایه بیا زما د لوړو زدکړو بهیر تر دوه کلونو وځنډیدلو.»

د نجونو د ښوونځیو پر وړاندې پراته خنډونه څه دي؟

خو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر دیرشمه یې د ژوند نوی باب پرانیستل شو، دا هغه ورځ ده چې په سبايې د کابل هوايي ډګر کې راټولو امریکايي ځواکونو ته د طالبانو ورکړل شوی ضرب الاجل پای ته رسیږي.

محبوب او میرمن یې اوس له څلور کلن کیهان او درې کلنې ځلا سره یو ځای د کاناډا هالفیکس ښار کې ژوند کوي خو د هغه  په خبره هېواد کې روان وضعیت او د خلکو بې وزلي یې ارام ته  نه پریږدي او روان یې ځوروي.

ب.د