افغان چارواکي: په فراه کې ۳۰ پولیس وژل شوي
۱۳۹۷ آبان ۲۴, پنجشنبهد اسوشیتد پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د فراه ولایتي شورا غړي داد الله قانع، ویلي دي چې په خاک سفید په ولسوالۍ کې د طالبانو برید د چهارشنبې د شپې ناوخته پیل شو او څلور ساعته یې دوام وکړ.
په کابل کې د ولسي جرګې غړي سمیع الله صمیم ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې د ولسوالۍ د امنیې قوماندان عبدالجبار هم شامل دی. د هغه په خبره طالبان پر دې توانیدلي چې یو شمیر وسلې او مهمات له ځانه سره یوسي. د سمیع الله صمیم په خبره په ځوابي هوایي بریدونوکې ۱۷ طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو په وروستیو کې د ټول افغانستان په کچه خپلو بریدونو ته زور ورکړی چې افغان امنیتي ځواکونو ته مخ پر ډیریدونکو تلفاتو د اوښتو سبب شوي دي.
په داسې حال کې چې افغان چارواکي په دوامداره توګه د افغان امنیتي سرتیرو د تلفاتو په هکله معلومات نه خپروي، خو غیر رسمي وړاندوینې ښيي چې په ورځني ډول شاوخوا ۴۵ تنه افغان امنیتي سرتیري وژل او یا ټپیان کیږي.
په واشنګټن کې د جان هپکنز پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو د پوهنځي ګډونوالو ته اشرف غني د تیرې دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر ۱۲مه) په یوه ویډیويي وینا کې وویل چې «طالبان د ګټلو په موقف کې نه دي». د هغه په خبره امنیتي ځواکونه ته اوښتې زیاتره مرګ ژوبله چې له ۲۰۱۵م کال راهیسې ۲۸ زره او ۵۲۹ تنو ته رسیږي د هغو ځایونو د دفاع پر مهال رامنځ ته شوې ده چې دوی په کې مستقر دي. هغه زیاته کړې ده چې له دې کبله حکومت د ځواکونو د ځای پر ځای کیدو د څرنګوالي په هکله له سره فکر کوي.