1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکي: د طالبانو په بريد کې اته سرتيري وژل شوي

۱۳۹۸ آذر ۳, یکشنبه

افغان چارواکي وايي په مرکزي ولایت دايکندي کې پر يوه امنيتي پوسته د طالبانو په بريد کې لږ تر لږه ۸ افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي دي. په بريد کې د ۲۵ طالبانو د وژل کيدو ادعا هم شوې ده.

https://p.dw.com/p/3TcqQ
Afghanistan Tora Bora Soldaten
آرشيفانځور: Imago/Xinhua/R. Safi

دغه پيښه د دايکندي ولايت په کيجران ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، افغان چارواکي وايي چې په وژل شوو ځواکونو کې ۷ تنه يې پولیس او يو د ملي پوځ سرتيری دی. سرچينه زياتوي چې شاوخوا څلور نور کسان ټپيان شوي هم دي.

د چارواکو په خبره، امنيتي ځواکونو ته دغه مرګ ژوبله هغه مهال واوښته چې وسلوالو طالبانو د يکشنبې په شپه، شاوخوا يوه بجه، د دايکندي ولايت په کيجران ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر يوې امنيتي پوستې باندې بريد وکړ.

د دايکندي د والي مرستيال داکتر محمد علي ارزګاني او د ولايتي شورا غړو حاجي غيرت جواهري او سهراب علي اعتمادي، د آلمان خبري آژانس ته وويل چې شاوخوا ۲۰۰ وسلوالو طالبانو د خپل يو پلان شوي بريد سره، بيګاه نيمه شپه پر امنيتي پوستې باندې حمله تر سره کړه.

جواهري زياته کړه چې يوه امنيتي پوسته د طالبانو لاس ته ورغلې ده. هغه ګواښ وکړ که چيرته امنيتي ځواکونو سره مرسته ونه شي نو ولسوالۍ ته د طالبانو د دننه کيدو خطر هم لوړ دی.

دوی په عين وخت کې وايي چې په بيګانۍ حمله کې لږ تر لږه ۲۵ وسلوال طالبان هم وژل شوي دي.

اعتمادي زياته کړه چې د کيجران ولسوالۍ امنيتي وضعيت له کلونو راهیسې مطمئن نه دی او طالبانو په کې معمولا پر افغان او نړيوالو امنيتي ځواکونو بريدونه ترسره کوي.

له دې ټولو سره سره، افغان چارواکي هيله مندي ښکاره کوي چې په ورستيو کې د افغان حکومت له لوري له بند څخه د طالبانو د درو غړو خوشې کيدل به د سولې له پروسې سره مرسته وکړي. 

افغان حکومت هم هيله ښکاره کوي چې د بنديانو تبادله به د حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو اترو په پيلولو کې مثبت رول ولري. طالبانو تر اوسه افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړي دي.

افغان حکومت تازه، د انس حقاني په ګډون د طالبانو درې غړي، په کابل کې د امريکايي پوهنتون د دوو يرغمل شوو استادانو په بدل کې له بنده خوشې کړل. طالبانو د پوهنتون دغه استادان په ۲۰۱۶م کال کې له کابل څخه تښتولي ول.