1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

افغان چارواکي وايي د میدان وردګ د برید طراح يې وژلی دی

۱۳۹۷ بهمن ۳, چهارشنبه

افغان چارواکو ويلي دي چې ملي امنیت ادارې د طالبانو هغه غړی وژلی دی چې په میدان وردګ کې د استخباراتو پر مرکز د برید اصلي طراح وو. ویل کیږي چې په دې برید کې تر ۱۰۰ ډیر ځواکونه ووژل شول.

https://p.dw.com/p/3C0OW
Afghanistan  Maidan Wardak: Nach Autobombe Dach von Militärbasis eingestürzt
انځور: Reuters/Stringer

د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي دي چې د طالبانو یو قوماندان چې نوم یې نعمان ښوول شوی، د سه شنبې په ماښام په یوه هوایي برید کې وژل شوی دی.

د ملي امنیت په یوه بیانيه کې راغلي دي: «پر نعمان او اوو نورو کسانو باندې تر هغه وروسته برید شوی چې هغه د ملي امنیت د کارکوونکو له خوا د اوپراتیفي فعالیتونو په پایله کې وموندل شو.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «د ملي امنیت اداره به دغه ترهګره ډله تعقیب کړي او ټول [غړي به یې] ووژني.»

طالبانو لا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي. د سه شنبې په ورځ د ملي امنیت ادارې ویلي ول چې په میدان ودرک ولایت کې د دې ادارې پر یوه مرکز باندې د طالبانو په یوه برید کې ۳۶ ځواکونه وژل شوي وو او ۵۸ تنه نور ټپیان شوي ول. دا په داسې حال کې ده چې نورو سرچینو په دې پیښه کې تر ۱۰۰ د ډیرو ځواکونو د وژل کیدو خبره کړې ده.