1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکي د سولې د راتلونکې په اړه څه وايي؟

۱۳۹۹ دی ۶, شنبه

د ملي روغې جوړې شورا دویمه ناسته کې، افغان چارواکي او سیاستوال د سولې خبرو د راتلونکې پرڅرنګوالي غږيدلي. ایا د افغان سولې په تړاؤ په حکومتي کچه یو واحد دریځ رامنځته شوی؟

https://p.dw.com/p/3nEfH
Afghanistan Kabul | Graffiti Zalmai Khalilzad & Mullah Baradar
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د افغانستان ملي روغې جوړې شورا د مشرتابه کمېټې نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د دسمبر ۲۶مه) دویمه ناسته وکړه.

دې ناستې ته پخوانی ولسمشر حامد کرزی، پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د ولسي جرګې پخوانی مشر یونس قانوني او یوشمېر نور سیاستوال هم وربلل شوي وو.

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح دې غونډې ته په وینا کې بیا هم پر طالبانو توندې نېوکې وکړې او هغوی یې د وروستیو هدفي وژنو مسؤل وبلل.

صالح زیاته کړه: «طالبان لاهم په پوځي بریا ټینګار کوي، خو نننی افغانستان د ۱۹۹۶ میلادي کال افغانستان سره ژور او بنسټیز توپير لري.» د ولسمشر لومړی مرستیال زیاتوي چې د افغانستان اوسنۍ جګړه پیچلې او تر کورني اړخ یې بهرنۍ اړخ خورا لوی دی.

 صالح وايي، تر احمدشاه بابا وروسته دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د مسایلو حل په خبرو کې لټول کیږي، خو په دې اړه وروستۍ پریکړه کې د ملګرو ملتونو ضمانت اړین بریښي.

د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله بیا دې ناستې ته په وینا کې د سولې مرکچې پلاوی مخاطب کړ چې له یوه واحده ادرسه د خبرو اجنډا ترلاسه کړي: «د خلکو تمه داده چې مذاکره کونکی پلاوی په یوه ډیر واضح لارښود سره له یوې باصلاحیته مرجعې څخه د مذاکراتو دویم پړاؤ ته ولاړ شي او هیله من یم چې د مذاکراتو دویم پړاؤ به په ټاکل شوې نیټه پيل شي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې افغان حکومت ټینګار کوي چې د سولې دویم پړاؤ خبرې دې په افغانستان کې وشي، خو طالبانو بیا د حکومت دغه وړاندیز رد کړی دی.

د طالب او افغان مرکچي پلاوو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، دویم پړاؤ خبرې باید د راتلونکې جنورۍ میاشتې پر ۵مه نیټه پيل شي، خو وروستیو اختلافاتو په دې اړه شکونه ډیر کړي.

دې ناستې ته پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف په خپلو څرګندونو کې د سولې خبرو په تړاؤ د یوه دریځ په رامنځته کېدو ټینګار وکړ. سیاف دولت او سیاستوالو ته وویل: «له مرکچې پلاوي غوڅ ملاتړ وکړی، ځکه پلاوی د ټول افغانستان استازولي کوي یو اړخیز او فردي هڅې دې ودرول شي، هرڅوک چې د سولې په اړه نظر لري، له یوه رسمي چاینل دې بیان کړي، فردي هڅې د مرکچي پلاوی دریځ کمزوری کوي.»

هاخوا د چارو کتونکي وايي، د دولت او سیاستوالو په کچه لاهم د سولې په تړاؤ یو واحد دریځ نشته.

د لغمان پخواني والي اصف ننګ دویچه ویله ته وویل، که د سولې په تړاؤ نظرونه وېشلي وي ښايي ډیر زیان ونه لري خو ځیني دریځونه بیا سوله په سخته ننګوي: «اختلافات په سلیقو کې دي، اختلافات په تعیناتو کې دي، د نرم موقف نېول او د سخت موقف نېول نور اختلافات دي د بیلګې په توګه د ډاکټر عبدالله موقف چې د سولې په تړاؤ ښه موقف دی خو که د امرالله صالح موقف وګورو هغه ډیر جنجالي دی ستونزې جوړوي، دا اختلافات شته.»

دغه پخوانی افغان جګپوړی چارواکی ټینګار کوي چې د افغان کړکیچ بنسټیز عناصر باید له منځه یووړل شي، ځکه دده په ټکو یواځې طالبانو سره سوله د هېواد ۳۰ سلنه ستونزې هواروي.

د افغانستان ملي روغې جوړې شورا د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د ټاکنیز جنجال تر هواري وروسته د یوه سیاسي هوکړه لیک په پایله کې رامنځته شوې، له هغې ورځې څه کم اوه میاشتې تیریږي خو ددې شورا تشکیلات نه دي بشپړ شوي.

د دې شورا دندې او واکونه چې په سیاسي هوکړه لیک کې راغلي خو د تطبیق په اړه لاهم ارګ او سپېدار یوه خوله نه ښکاري.

اسماعیل شاکر – کابل

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (07.08.2020):