افغان ځواکونو د طالبانو له یوه زندان څخه ۱۳ بندیان آزاد کړي
۱۳۹۸ مهر ۱۲, جمعهد جعمې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر میاشتې په ۴مه نیټه) افغان چارواکو وویل چې امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د طالبانو یو زندان مات شوی او ورڅخه ۱۳ تنه زندانیان آزاد شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک او د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي د یادو عملیاتو پخلی کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو دغه زندان د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې مات شوی دی. دغو دواړو ویاندویانو زیاته کړې چې آزاد شوي زندانیان ملکي وګړي دي.
ځواک د زندانیانو د وضعیت په هکله وویل چې تر اوسه پورې دا لا معلومه نه ده چې دغه کسان د څومره مودې راهیسې زنداني شوي وو خو زیاته یې کړي چې یاد کسان د طالبانو د بند پرمهال شکنجه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم امنیتي ځواکونو د هیواد په بیلابیلو برخو کې د طالبانو له زندانونو څخه ګڼ شمیر ملکي او حکومتي سرتیري آزاد کړي دي. طالبانو تر اوسه پورې په دې هکله کومه تبصره نه ده کړې.