1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملي امنيت: د داعش ډلې يو مهم غړی مو وژلی دی

۱۳۹۹ مرداد ۱۲, یکشنبه

د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي چې په ننګرهار ولايت کې يې د داعش ډلې يو مهم غړی وژلی دی. د ملي امنيت ادارې په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې وژل شوي کس په څو خونړيو بريدونو کې لاس درلود.

https://p.dw.com/p/3gHOS
Afghanistan Kabul Selbstmordattentat
آرشيفانځور: picture-alliance/AP/E. Noroozi

د افغانستان د ملي امنيت ادارې د شنبې په ورځ (د اګست دوهمه) ناوخته، په يوې اعلاميه کې وويل چې جلال آباد ښار ته نژدې، د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د داعش ډلې د استخباراتو يو مسئول، اسدالله اورکزی وژل شوی دی.

له کابل څخه د اسوشتيد پريس خبري آژانس د يکشنبې ورځې رپوټ په حواله، پر اورکزي باندې تور وو چې هغه په افغانستان کې د افغان امنيتي ځواکونو او ملکيانو پر ضد ګڼو خونړيو بريدونو کې لاس درلود.

د ملګرو ملتونو سازمان، تيره اوونۍ يو رپوټ خپور کړ او په کې ويل شوي وو چې د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکيانو په مرګ ژوبله کې د تيرکال همدې مودې په پرتله ۱۳ سلنه کموالی راغلی دی.

په دغه رپوټ کې د ملکيانو په مرګ ژوبله کې د کموالي د راتلو دلايل، په ياده موده کې د نړيوالو ځواکونو په عملياتو او همدا ډول د داعش ډلې په بريدونو کې کموالي ښودل شوي دي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې زياته شوې چې د ۲۰۲۰م کال په لومړيو شپږو مياشتو کې پر ملکيانو باندې د داعش ډلې له خوا ۱۷ بريدونه ترسره شوي، په داسې حال کې چې د تيرکال په همدې موده کې ۹۷ بريدونه شوي ول.

په رپوټ کې ويل شوي چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په افغانستان کې ټول ټال۱۲۸۲ تنه وژل شوي او ۲۱۷۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د همدې کال په مارچ مياشت کې د داعش ډلې يوه غړي په کابل کې د سيکهانو پر يوه معبد باندې حمله وکړه چې په ترڅ کې يې ۲۵ تنه مړه او ټپيان کړل. په وژل شوو کسانو کې لږ تر لږه يو ماشوم هم شامل وو. تر بريد څو ساعته وروسته داعش ډلې د دغې حملې مسئوليت په غاړه واخیست.

د حملې پر مهال داعشي وسلوال، د سیکهانو ګڼ شمیر عبادت کونکي د معبد په ساختمان کې يرغمل نيولي ول. هغه مهال افغان ځانګړو ځواکونو د نړيوالو ځواکونو په ملاتړ پر معبد باندې د تصفيوي عملياتو په نتيجه کې لږ تر لږه ۸۰ تنه سیک عبادت کونکي وژغورل.

آژانسونه/م.ک.ص./م.ن.ص