افغان ځوانان د هيواد په لويو پريکړو کي گډون غواړي
۱۳۹۰ آبان ۵, پنجشنبههغوی وايي، د افغانستان ډيری نفوس ځوانان جوړوي او که ځوانانو ته په لويو تصاميمو کي برخه ورکړل سي نو دا امکان سته چي ملک د پرمختګ او ښې راتلونکي پر لور حرکت وکړي.
د افغانستان د ځوانانو د همږغۍ د مرکز په سلګونو تنه غړي، چي په کابل کي سره را ټول سوي ول، په دغه غونډه کي وويل، چي دوی د عنعنوي لويي جرګې، له امريکا سره د ستراتيژيک سند او همدا راز په افغانستان کي د امريکا د دايمي اډو د جوړيدو په مسلو کي خپل رول غواړي.
ددوی په وينا، دمګړی حکومت دوی څنګ ته کړي او ډيره تکيه پر سپينږيرو او مخورو کيږي.
د دغه مرکز مشر محمد سنګر اميرزاده وويل، چي موږ د افغانستان د دولت له درې ګونو قواوو څخه غواړو چي په اوسنيو حساسو شرايطو کي خپل سليقوي اختلافات يو بغل ته کړي او د هيواد د ښې راتلونکي له پاره يو له بل سره اوږه په اوږه همکاري وکړي.
دغه خوځښت له طالبانو سره د افغان دولت د سولي له بهير څخه ملاتړ څرګند کړ او په ورته وخت کي يې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چي د ملک د مخورو څېرو د ترور مخه ونيسي.
په داسي حال کي چي په تيرو څو مياشتو کي د افغانستان په بېلا بېلو برخو کي په لسګونو قومي مشران، حکومتي لوړ پوړي چارواکي او مخور ترور سوي دي.
د افغانستان د ځوانانو د همږغۍ مرکز همدا راز له ولسمشر کرزي څخه هم غوښتنه وکړه چي د دوی استازو ته په هغو غونډو کي د ګډون حق ورکړي، چي د افغانستان د برخليک په اړه پکښي پريکړي کيږي.
د ښاغلي اميرزاده د وينا له مخه، چي دوی ته په تيرو څو کلونو کي هيڅ راز پام نه دی سوی او د ځوانانو رول چي په نوري نړۍ کي تعين کونکی رول لري له پامه غورځول سوی دی.
د ځوانانود همږغۍ مرکز پر داسي مهال خپل ږغ پورته کوي، چي ټاکل سوې تر څو راتلونکو ورځو د افغانستان په اړه د ترکيې په استانبول کي مهمه غونډه جوړه سي.
له دغي غونډي وروسته د عنعنوي لوي جرګې له پاره تابيا نيول سوې او ځوانان هڅه کوي چي په د غو ناستو کي خپل اغيز ولري.
دا چي دولت به په دغو مهمو غونډو کي د ځوانانو د ګډون له پاره څه وکړي تر اوسه يې رسمي بيان نه دی ورکړی، خو داسي ويل کيږي، چي يو شمير مدني ټولنو او د هغوی استازو ته به د استانبول په غونډه او په لويه عنعنوي جرګه کي د ګډون حق ورکړل سي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل