افغان ولسمشر د دریم ځل لپاره ځان نه کاندیدوي
۱۳۹۰ مرداد ۲۰, پنجشنبهد افغانستان د اساسی قانون له مخي هر وګړی کولای سي، چي دوه واري د دغه هیواد د ولسمشر په توګه وټاکل سي. د همدي قانون له مخي، نن «پنج شنبه» د ولسمشر دفتر اعلان وکړ، چي حامد کرزی به ځان د دریم ځل لپاره د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند نه کړي.
ولسمشر کرزی د طالبانو د حکومت د ړنګیدو وروسته د افغان حکومت یوازینی مشر دی.
د ولسمشر کرزي د دفتر لخوا په خپره سوي خبرپاڼه کي د کرزي په حواله لیکل سوي، چی د افغانستان اساسي قانون هیڅ یو وګړي ته ددې اجازه نه ورکوي، چی د دوو دورو څخه اضافه د افغان حکومت مشري وکړي.
ولسمشر کرزی په 2001 کال کي د افغانستان د موقتي اداري د مشر په توګه خپله دنده پیل کړه. په 2004 کال کي هغه د افغانستان د لومړي منتخب ولسمشر په توګه وټاکل سو. په دغو ټاکونو کي هغه 55.4 سلنه رايي تر لاسه کړي وي.
دا په داسي حال کي ده چي د 2009 کال په ټاکونو کي پر ولسمشر کرزی د درغلیو تور ولګول سو. په دغو ټاکونو کي عبدالله عبدالله د ټاکونو دوهم پړاو تحریم کړ، چي د دغه کار په پایلي کي ولسمشر کرزی د دوهم ځل له پاره د افغانستان د ولسمشر په توګه خپله دنده پیل کړه.
د کرزي دفتر په داسي حال کي اعلان کوي چي ولسمشر به د دریم ځل لپاره ځان ولسمشرۍ ته ځان کاندید نه کړي، چي د ډير وخت راهيسي د افغانستان د پارلماني ټاکونو جنجال روان دی.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل