1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

افغان نجونې د کم مصرفه تنفسي دستګاو جوړولو هڅه کوي

۱۳۹۹ فروردین ۲۷, چهارشنبه

د افغانستان د روبوټ جوړونکو نجونې ډله هڅه کوي چې د موټرو د پرزو څخه د تنفس کم مصرفه دستګاه جوړه کړي. دا په داسې حال کې ده افغان روغتيايي چارواکي د کرونا د مريضانو له پاره د بيړنيو مرستو د وړتيا د لوړولو په لټه کې دي.

https://p.dw.com/p/3ax38
Afghanistan Frauen Teamarbeit
انځور: Picture alliance/AP Photo/A. Seir

که چېرې دغه ځوانې نجونې په دې کار بريالۍ شي او د خپلې نمونه يي دستګاه له پاره د حکومت تائيد هم ترلاسه کړي نو د هغوی په وينا کولی شي د ۳۰۰ ډالرو په ارزښت د تنفس مصنوعي دستګاه يا وينتيلاتور عرضه کړي په داسې حال کې اوس د يوه عادي وينتيلاتور بيه کابو ۳۰۰۰۰ امريکايي ډالر ده.

رويا محبوب چې د افغان تيک. په نوم شرکت چلونکي او د نجونې د دې ټيم چې د ۱۴ او ۱۷ کلونو ترمنځ نجونې یې غړي دي، تمويلونکي ده، وايي: «د نجونو دا ډله د روغتيا د ځاي او همدا راز د هارورد د امريکايي پوهنتون د کارپوهانو سره کار کوي څو د مسيچيوست د تکنالوژۍ د انستيتوت په طرحه يو پروتوټيوپ يا نمونه يي دستګاه جوړه کړي.»

د نجونو دغه ډله د نجونو د عالي ليسې د «افغانستان د خوبونو» په نوم د يوې سترې ډلې چې ډيره وړتيا لري، برخه ده.

دې نجونو په ۲۰۱۷م کال کې هغه وخت د خلکو پام ځانته اړولی وو چې په واشنګټن کې د روبوټونو په يوې مسابقې کې د ګډون په موخه ورته د امريکا ويزې ور نه کړل شوې. دوی بيا د ولسمشر دونالد ترمپ تر مداخلې وورسته د سفر اجازه ترلاسه کړه او په دغه سيالۍ کې یې ګډون وکړ.

دا نجونې تر هغه وروسته چې د هرات والي د کرونا د پېښو د زياتيدو له کبله د زياتو تنفسي دستګاو له پاره غږ وکړ، دې کار ته متوجې شوې. هغوی د وينيلاتور د جوړولو له پاره د تويوتا کرولا موتر انجن او بيترۍ استعمالوي. د تنفسي دستګاه په منځ کې يو خودکاره پلاستيکي کڅوره هم موجوده وي چې د امبو کڅوړې په نامه ياديږي او له لارې یې روغتيايي پرسونل له ناروغ سره په ساه اخیستو کې مرسته کوي.

USA Global Robotics Challenge 2017
افغان روبات جوړونکې نجونېانځور: picture alliance/AP Photo/J. Martin

دغه نجوني دا نمونه يي دستګاه د دې کڅوړې په خودکاره او دقيقه توګه د چلولو له پاره يو ميخانيکي سيستم کاروي. سميا فاروقي چې د دې ډلې مشره ده، د فرانسې خبري آژانس ته یې وويل: «د دستګاه تر ټولو پيچلې برخه دا ده چې څرنګه د پمپ فشار او وخت وسنجول شي ځکه چې هر ناروغ د هغه د سن او وضعيت پر اساس د هوا فشار او حجم ته اړتيا لري.»

افغانستان چې شا او خوا ۳۵ ميليونه نفوس لري، دمګړۍ يوازې ۳۰۰ د مصنوعي تنفس دستګاوې لري. 

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد الله مايار ويلي دي چې چارواکو له کارپوهانو او انجينرانو څخه غوښتنه کړې چې د نجونې له دې ډلې سره مرسته وکړي.

مايار زياته کړې: «موږ دغه زيارکښې نجونې، زموږ خوېندې د وينتيلاتور جوړولو هڅو له پاره ستايو او تشويقو يې.» نوموړي زياته کړې چې لومړی بايد دغه نمونه يي دستګاه د روغتيا د نړيوال سازمان او همدا راز د افغانستان د روغتيا وزارت له خوا وارزول شي.

په همدې حال کې افغان چارواکو په هيواد کې د کرونا د لږ تر لږه ۷۸۴ مثبتو پېښو خبر ورکړی دی. په افغانستان کې تر اوسه د کرونا ويروس له کبله ۲۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. خو داسې ويره څرګنديږي چې د مثبتو پېښو او مړينې شميره ښايي لوړه وي ځکه چې په افغانستان کې د کرونا د آزمايښت وسايل محدود دي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: