افغان نامتو کمیدین آصف جلالي ومړ
۱۳۹۸ دی ۱۱, چهارشنبهد افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، صابر مومند د دې خبرې پخلی وکړ چې د افغانستان نامتو ممثل او ټوکمار له دې نړۍ سترگي پټي کړې.
په «کاکا آصف» باندې مشهور دې هنرمند مړینې په ناڅاپي ډول هغه لیدونکي حیران کړل چې د هغه کمیډي خپرونی به یی تعقیبولې او زیات شمیر علاقمندان بیا په ټولنیزو شبکو کې د هغه یاد د خواشینۍ په څرگندولو سره کوي.
د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د هغه د مړینې تسلیت ویلی او زیاته کړې یی ده چې نوموړي د کمیډي خپرونو له لارې د خلکو پر شونډو موسکا خپروله او په دې ډول یې په ټولنه کې د اصلاح له پاره هلې ځلې کولې.
جلالي له ډیره وخته راهیسي د افغانستان په داخلي راډیو او تلویزیونو کې کار کاوه . هغه بېلا بېلې طنزي خپرونې لکه شبخند او دم به دم پر مخ بیولې.
د فلمونو کارگردان لطیف احمدي چې یو وخت د جلالي همکار وو، د آلمان خبري آژانس ته ویلي چې هغه له ۱۳ کلنۍ څخه خپل هنري فعالیتونه پیل کړي ول.
جلالي په تلویزیوني خپرونو او تجارتي اعلانونو کې د نقش د لوبولو تر څنگ، د »بلبل» په نامه مشهور سریال کې هم رول بازی کړی.