1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
هنر

افغان مهاجره د آستراليا د ښکلا ملکې سيالۍ ته نومول شوې

۱۳۹۸ اسفند ۱۵, پنجشنبه

تهمينه جعفري چې لس کاله تر مخه آستراليا ته مهاجرې شوې وه، اوس د دغه هېواد د ښکلا ملکې تاج ترلاسه کولو په سيالۍ کې گډون کوي. تهمينه چې د دوو اولادونو مور ده د آستراليا په يوه پوهنتون کې زده کړې هم کوي.

https://p.dw.com/p/3YtxW
Tahmineh Jafari Finalistin in der Ms Galaxy Australia 2020
انځور: Privat

تهمينه جعفري لس کله تر مخه د ښه ژوند په لټه په داسې حال کې چې خپل کوچنی ماشوم له خپلې کورنۍ سره پريږدي د آسترالیا پر لور روانه شوې وه. اوس دغه افغان مهاجره نه يوازې د آستراليا په يوه پوهنتون کې لوړې زده کړې کوي، بلکې د «مس گلکسي آستراليا» په نامه سيالۍ وروستۍ مرحلې ته رسېدلې ده. هغه هڅه کوي چې د دې سيالۍ گټونکې شي او د آستراليا د ښکلا ملکې تاج پرسر کړي.

تهمينې له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل چې له کوچني اولاد څخه دوه کلن لیروالي او سختيو هغه په يوې پياوړې ښځې بدله کړې ده او په دې توانېدلې ده چې په ډېرو برخو کې پرمختگ وکړي. هغې وويل: «زوی مې خپلې کورنۍ ته وسپاره ځکه لاره خطرناکه وه او غوښتل مې مطمنه شم چې ژوندۍ رسېږم او که نه. نه مې غوښتل ماشوم مې په خطر کې واچوم.»

آستراليا ته د تهمينې حعفري مهاجرت د په زرونو نورو افغانان په څېر له لوړو ژورو ډک دی. هغې وويل چې لس کاله تر مخه لومړی اندونیزيا ته ولاړه او هلته د نورو ۳۰ مهاجرو سره تر يوې اوونۍ تېرولو وروسته د کښتۍ په واسطه آستراليا ته ورسېده.

Tahmineh Jafari Finalistin in der Ms Galaxy Australia 2020
انځور: Privat

تهمينه اوس دوه زامن لري چې يو یې شپږ کلن او بل ديارلس کلن دی. هغې چې په څلور کلنۍ کې یې د ژبې بنديدو يا د ژبې لکنت ستونزه درلودله، وويل چې د هغي ورځې په تمه وه چې د ځان دفاع وکړي او له هغو سره مرسته وکړي چې د دې په څېر د ژبې بندیدو ستونزه لري. نوموړې اوس د آستراليا په يوه پوهنتون کې د پتالوژي په برخه کې زده کړې کوي.

نڅا او د سندرو ويلو نور هغه مهارتونه دي چې تهمينه یې لري. د ژبې د بندیدو د ستونزې له وجې لږ ارتباط د دې باعث شو چې تهمينه ورزش، موسيقۍ او نڅا ته مخه کړي. هغه ټينگار کوي چې په پرله پسې توگه ورزش او سپورت د دې باعث شو چې د هغې د ژبې د بندیدو ستونرو تر دې حده کمه شي چې اوس کولی شي سندرې ووايي.

Tahmineh Jafari Finalistin in der Ms Galaxy Australia 2020
انځور: Privat

تهمينه جعفري د «افغان بریزبين» په نوم موسيقۍ د يوې ډلې او همدا راز د «صبا» په نوم د ايران د دودیزې موسيقۍ د يوې بلې ډلې غړې ده. پر سندرو سربيره هغه له يوه کال راهيسې د نڅا حرفه يي زده کړې هم کوي.

تهمينه وايي: «هر څومره مې چې په سندرو او نورو برخو کې پرمختگ وکړ د ژبې بنديدل مې کم شول. ځکه چې پر خپل نفس اعتماد د ژبې د بندیدو په مخنيوي کې ډېر اغیز لري.»

تهمينه اوس د آستراليا د ښکلا ملکې لقب د ترلاسه کولو له پاره سيالي کوي. دا سيالي په کوينزليند کې د مارچ له څلورمې نيټې څخه پېل شوي او د همدې مياشتې تر اتمې نيټې پورې به دوام ولري.

تهمینې په دې اړه وويل: «مادلنگ مې دوه کاله ترمخه پېل کړ او تیره مياشت د خپل ايالت د ښکلې ښځې په توگه انتخاب شوم.» هغه زياتوي چې که د آسترليا د ښکلا ملکې مقام یې وگاټه د نړۍ د ښکلا ملکې لقب ترلاسه کولو په سياليو کې به هم گډون وکړي.

زموږ له آرشيف څخه: