1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان محصلان د هند د ویزو د ستونزې حل غواړي

۱۴۰۲ تیر ۱۲, دوشنبه

له یوې مودې راهيسي د هند حکومت د افغانانو هر راز ویزې لغوه کړې چې په دې کې د افغان محصلینو وېزې هم شامل دي. یو شمېر محصلین وايي، په افغانستان کې له ډېرو هلو ځلو سره سره یې ونه شوای کړای چې د هند ویزې ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/4T7SY
Symbolbild | afghanischer Reisepass
انځور: Stanislav Krasilnikov/TASS/dpa/picture alliance

افغان محصلان وايي چې که د هندوستان ویزې ترلاسه نه کړي نو ټول ژوند به یې بې برخلیکه شي. دوی له هند حکومت هیله لري چې د افغانستان سره د خپلو ښو اړیکو ته دوام ورکړي او سیاسي مسایل دې یوې خواته پرېږدي او د دوی ستونزه دې ژر حل کړي.

وحیدالله ستانکزی یو له دغو محصلانو دی. هغه چې په ګجرات پوهنتون کې د احصایې په برخه کې ماستري وايي، د ۲۰۲۱م کال په می میاشت کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو د ډېرېدو له وېرې افغانستان ته ستون شو چې د جمهوریت په سقوط سره یې هند حکومت ویزې ورته باطلې کړې.

ستانکزي وویل: «هند حکومت ولې سیاست له تحصیل سره ګډوي. د دې هېواد دا ادعا چې افغانستان سره تاریخي اړیکې لري او هغه پالي، ټول ناسمې ثابتې شوي. ویزه بشري موضوع ده او د هند حکومت باید موږ ته زموږ دغه بشري حق راکړي. زما وروستی سمستر دی او ټولې ازموینې مې ورکړې، فقط دوه مضمونه مې پاتې دي چې د هغوی ازموینه ورکړم نور فارغ یم. پوهنتون ویلي چې تر هغې چې ورنه شم نو ازموینه راڅخه نه اخلي. ما نورې ټولې ازموینې انلاین ورکړې، خو فقط دوې ازموینې پاتې.»

د هند د چوهدري سرون کمار پالمپوراړوند د هیماچل پردېش پوهنتون د دوکتورا محصل سلیمان سلطاني وايي، د ۲۰۲۲م کال د اکټوبر په وروستیو کې کابل ته راغلی چې اوس بند پاتې دی.

سلطاني وویل، تر اوسه یې ډېرې هلې ځل کړې چې ویزه ترلاسه کړي، نتیجه یې نه ده ورکړې. هغه زیاته کړه: «زما په ګډون ډېری ملګرو انلاین غوښتنلیکونه ورکړي، خو اته میاشتې وشوې چې هیچاته ویزه نه ده ورکړې. کله چه د هند د ویزو ادارې څخه د خپلې ویزې په اړه د ایمیل له لارې پوښتنه کوو نو همدغه وایي، چې کار پرې روان دی، خو هیچا ته ویزه نه ورکوي.»

آیا بهر میشته پوځي محصلین بیرته هیواد ته ستنیږي؟

سلطاني دغه راز وویل، د هند د پوهنتنونو افغان محصلانو ته د ویزې د نه ورکولو په تړاو هېڅ دلیل نه لري او که دوی اندېښنه لري، نو د دغو محصلانو ټول اسناد د دوی اړوند وزارتونو کې راجستر او ثبت دي.

سلطاني زیاتوي چې د هند افغان محصلینو ته د ویزې د نه ورکړې هیڅ کوم دلیل نه لري ځکه چه همدغه محصلین چه بند پاتې دي د هند دولت مختلفو ادارو لکه د هند مختلفو پوهنتونونو، وزارت داخله، خارجه او سفارت وغیره سره په همدغو نومونو او پاسپورتونو راجستر دي. هغه زیاتوي پوښتنه کوي چې څنګه به یو »محصل بیچاره د هند امنیت ته ګواښ شي خو هسې پلمې جوړوي، که وغواړي هر قسم دغه محصلین د هند دولت له افغانستان څخه ویستلی شي.»

په همدې حال کې په نوې ډیلي کې د افغانستان لوی سفیر فرید مامومندزی وايي، د هند د ناسمې پالیسۍ له امله د ۲۶۰۰ افغان محصلانو ویزې باطلې شوې دي.

هغه وايي، په تېرو دوو کلونو کې یې ډېره هڅه کړې چې دې ستونزې ته د حل لار ومومي، خو د هند حکومت د ناسمې پالیسۍ له امله یې په خپل دریځ کې نرمښت نه دی راوستی.

مامومندزي هیله وښوده چې د هند حکومت له افغانستان سره د خپلو تاریخي اړیکو ته په کتو دغه ستونزه حل او محصلانو ته د ویزې د ورکړې بهیر پیل کړي. په هندوستان کې د افغانستان سرپرست سفیر وویل: «زه امېد لرم چې د هند لوری د افغانستان موجوده مشکلاتو ته وګوري او د ویزو په برخه کې لازمې اسانتیاوې راولي. تر اوسه زما په نظر یوه ناسمه پالیسي د هند حکومت غوره کړې ده چې د ویزو په برخه کې یې قیودات وضع کړي دي چې په خاصتاً زموږ محصلینو ته ضربه واوښته چې ۲۶۰۰ محصلین په کابل کې بند پاتې دي. د دغو محصلینو دوه کال وخت ضایع شو. زه تقاضا همېشته په تېرو ۲۲ میاشتو کې همدا وه او ده چې هغه تاریخي دوستۍ په په کتو دې هند لازمې اسانتیاوې افغانانو ته رامنځته کړي.»

افغان سفیر د هند حکومت د ځواب او ټولو بې برخلیکه افغان محصلانو په اړه وویل: «هند حکومت تراوسه موږ ته کوم قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړی چې ولې یې د دغو محصلان ویزې باطلې اعلان کړي دي. په دغو ۲۶۰۰ محصلانو کې اکثره نارینه محصلان دي او موږ هڅه وکړه چې هغې محصلانې راولو چې زده کړې یې وروستۍ کال کې وې نو متاسفانه چې نتیجه یې نه ده ورکړې. دغه محصلان اوس هم په افغانستان کې په دې تمه دي چې د هند ویزې ترلاسه کړي. یو شمېرو دغو محصلانو چې په افغانستان کې بند پاتې وو په انلاین توګه خپل درسونه پای ته ورسول او ازموینې یې هم په انلاین توګه سرته ورسولې، خو په افغانستان کې بند پاتې چې د یا چا یو، د چا دوه او د چا درې کاله تحصیل پاتې دی.»

د افغانستان سفیر دغه راز زیاته کړه، چې د سفارت په هڅو یوازې محدود شمېر محصلانو د هند ویزې ترلاسه کړي او هند ته تللي دي.

هغه یې په اړه وویل: «د سفارت له لارې په تېرو دوو کلونو کې فقط هغو پنځو محصلانو ته چې د دوکتورا په وروستۍ مرحله کې وو، یا د تیزس دفاع پاتې وه، یا یې څو اوونۍ درس پاتې و نو هغوی ته د دې زمینه مساعده شوه چې هند ته راشي او خپلو مربوطه پوهنتونونو کې اخرې مرحلې درس ته ادامه ورکړي او هغه خلاص کړي. نو د لیسانس، ماسترۍ او دوکتورا د اول، دویم او درېیمو کالو محصلانو ته د راتګ زمینه نه ده مساعده شوې.»

افغان محصلان وايي چې که د هندوستان ویزې ترلاسه نه کړي نو ټول ژوند به یې بې برخلیکه شي.
افغان محصلان وايي چې که د هندوستان ویزې ترلاسه نه کړي نو ټول ژوند به یې بې برخلیکه شي.انځور: IANS

د افغانستان لوی سفیر فرید مامومندزی وايي، هند باید د ویزو مسئلې یوه بشري مرسته وبولي.

مامومندزي زیاته کړه: «زموږ ټینګار دا وه چې امریکا له افغانستانه تقریباً لس زره کیلومتره فاصله کې پروت هيواد دی او هغوی نږدې دوه لکه افغانان دغې هېواد ته وړي خو هند چې په لنډه فاصله پروت دی په تېرو دوو کالو کې له درېیو سوو څخه کمې ویزې افغانانو ته ورکړي. زموږ له یوه تاریخي دوست هند څخه توقع دا وه چې په دې بدو حالاتو کې له افغانانو سره باید زیاته مرسته کړې وای. د ویزې مسئله بشري مسئله ده.»

هڅه مو وکړه، چې په افغانستان کې د هند د پوهنتونونو د ویزو ستونزې په هکله د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نظر هم ترلاسه کړو، خو په مکرر ډول یې پیغامونو او پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

یاده دې وي، چې په تېرو شلو کالو کې له شلو زیرو ډېرو افغان ځوانانو د هند په بېلابېلو پوهنتونونو کې لوړې زده کړې وکړې او دغه راز په زرګونو ناروغانو او سوداګرو به هم د خپلو ستونزو د حل په موخه دغه هېواد ته سفرونه کول.

هند پر تحصیلي برخې سربېره له تېر افغان جمهوري نظام سره په بېلابېلو برخو کې مرستې هم کړي، چې لویې پروژې یې د پارلمان ودانۍ او سلما بند جوړول یې تر ټولو لویې پروژې بلل کېږي.

ا.ج / خ.ح / ن. ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie