1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان شیعه گان او هزاره گان د ترهګرو ځانګړي اهداف دي»

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۰ خرداد ۷, جمعه

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا اندېښنه ښودلې چې په وروستیو کې شیعه او هزاره ګان د ځانګړو او خونړیو ترهګرو برېدونو هدف ګرځیدلي. دوی حکومت پر سیدالشهدا ښوونځي د وروستي برېد قربانیانو کورنیو ته په نه پاملرنې تورن کړی.

https://p.dw.com/p/3u5bM
Afghanistan | Massenbegräbnis nach Anschlag in Kabul
انځور: REUTERS

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا غړو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د می ۲۷) په کابل کې خبریالانو ته وویل، حکومت دې د "افغان شیعه او هزاره ګانو" ټولنې خوندېتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي. دغو عالمانو وروستي برېدونه ان د شیعه نسل وژنې په توګه یاد کړل.

د روانې مۍ میاشتې پر ۸مه د کابل لویدیځ دشت برچې سیمه کې د سیدالشهدا په نوم ښوونځي برید کې د ښوونځي د زده کونکو، ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه او تر ۱۶۰ ډېر ټپیان شول.

 د شیعه عالمانو د شورا ویاند محمد فیاض ارزګاني وویل، سره له دې چې ترهګریز برېدونه په ټول هيواد کې ډېر شوي، خو موندنې ښيي چې شیعه او هزاره ګان د دغه شان برېدونو ځانګړي اهداف دي: «په افغانستان کې شیعه د یوه قوم او فقهي مذهب سره د تړاؤ له امله په وار وار د هدفي ترهګرو هدف ګرځیدلي.»

دغه شیعه عالمان پر سیدالشهدا ښوونځي د وروستي برید په تړاؤ هم حکومت تورنوي چې له یوې خوا یې د پېښې قربانیانو ته رسیده ګي نه ده کړې له بل لوري یې خلکو ته لازم سپیناوی نه دی ورکړی.

فیاض ارزګاني په دې اړه وویل: «دولت د خلکو پوښتنو او په دې برخه کې ابهاماتو ته ځواب نه دی ویلی، د دې قضیې اصلي عوامل هم نه دي روښانه شوي.»

شیعه عالمانو له حکومت څخه وغوښتل چې د دې قومي او مذهبې ډلې خوندېتوب په موخه عملي ګامونه واخلي.

د کابل د لویدیځ له پاره د حکومت امنیتي طرحه

سره له دې چې حکومت په سملاسي توګه د شیعه عالمانو تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د کابل د لویدیځ د امنیت ساتنې له پاره د یوې امنیتي طرحه خبره کړې.

دانش د چهارشنبې په ورځ د دایکنډي ولایت اوسېدونکو سره په کتنه کې ویلي: «د کابل د لویدیځ او د مرکزي سیمو امنیت ساتنې له پاره جدي اقدامات ترلاس لاندې دي.»

دانش د دې امنیتي طرحې او جدي اقداماتو په اړه ډیر جزئیات نه دي ورکړي، خو د چارو یوشمېر کتونکي وروستي ترهګریز برېدونه په یو قوم او یوې سیمې پورې تړل ستره تېروتنه بولي.

سیاسي او حقوقي شنونکي عبدالشکور دادرس دویچه ویله ته وویل، اوس ټول افغانستان له ناامنیو، برېدونو او بدمرغیو سره مخ دی، باید د واحد افغانستان خبره وشي: «د قوم، مذهب، محل او ځانګړي ژبې په اړه د تشویشونو او خبرو مطرح کول په ګټه نه دي، د افغانستان شمال و جنوب، شرق او غرب ټول په اور کې سوځي، باید قومونه او مذهبونه سره جلا نه کړو، چې دا ټول د استعمار دسیسه ده.»

دادرس زیاتوي چې پر سیدالشهدا ښوونځي او نور ورته ځايونو برېدونه ښيي چې د مذهب، ژبې او قوم په نوم د افغان ټولنې د وېشلو هڅه روانه ده.

"هغه ستر خونړي برېدونه چې افغان شیعه ګان پکې په نښه شوي"

پر شیعه وګړو د برېدونو لړۍ شاوخوا لس کاله وړاندې د کابل ابوالفضل جومات کې د عاشورا پر مراسمو له برېده راپیلیږي.

  • دغه برید د ۲۰۱۱م کال د ډسمبر پر ۵مه نېټه وشو چې په ترڅ کې یې تر ۵۰ ډېر مړه او تر ۱۶۰ ډېر ټپیان شول.

  • د دې لړۍ بله ستره پېښه د ۲۰۱۶م کال د جولای پر ۲۳ نیټه، د روښنايي غورځنګ پر لاریون ځانمرګی برید وو چې لږ تر لږه ۹۰ کسان یې مړه او تر ۳۰۰ ډېر یې ټپیان کړل.

  • دغه راز، د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر میاشت کې پر امام زمان مسجد برید کې ۴۰ کسه مړه او نیږدې ۵۰ یې ټپیان کړل.

  • د ۲۰۱۸م کال د مارچ پر ۲۱مه د کابل سخي زیارت کې د نوروز پر مراسمو ځانمرګي برید لږ تر ۳۰ مړه او ۲۰ ټپیان پرځای پرېښودل.

  • د ۲۰۱۸م کال د اپریل پر ۲۲مه، د کابل په لویدیځ کې د تذکرو د ویش پر مرکز مرګوني برید ۷۰ کسان مړه او تر ۱۲۰ ډېر ټپیان کړل.

  • د ۲۰۱۸م کال د اګست پر ۱۸مه بیا هم د کابل په لویدیځ کې د موعود په نوم روزنیز مرکز ځانمرګي برید کابو ۵۰ کسه مړه او شاوخوا ۷۰ کسان ټپیان کړل.

  • د ۲۰۱۸م کال د سپټمبر پر ۵مه د کابل په لویدیځ کې د میوند په نوم یوه ورزشي مرکز برید کې څه باندې ۳۰ کسه مړه او شاوخوا ۹۰ کسان ټپیان شول.

  • د ۲۰۲۰م کال د مۍ پر ۴مه د کابل دشت برچې پر روغتون برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۱۶ ډېر مړه او نېږدې ۲۰ ټپیان شول.

په لومړیو کې د دغو برېدونو مسؤلیت کوم ډلې پرغاړه نه اخېسته، خو په وروستیو کې د ډیری دغسې برېدونو مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب