1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان سياستوال او کارپوهان بشپړ اوربند غواړي

۱۳۹۸ بهمن ۲۵, جمعه

افغان سياستوال او کارپوهان د متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د سولي موافقې پر لور راتلونکو ګامونو ته د شک په سترګه ګوري. هغوی په ټول هيواد کې اوربند غواړي نه يوازې د تاوتريخوالي کمېدل.

https://p.dw.com/p/3Xm0d
Afghanistan l Frauen rufen die Taliban zur Waffenruhe auf
انځور: DW/H. Hamraz

افغان سياستوالو او کارپوهانو سربېره پر دې دا نيوکه هم کړې ده چې نورو افغانانو د امريکايانو او طالبانو تر منځ په خبرو کې ګډون نه درلود. د متحده ايالاتو د دفاع وزير، مارک اسپر، د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې ويلي ول چې امريکا او طالبانو د اوو ورځو له پاره د تاوتريخوالي د کمولو د يوه «وړانديز» پر سر مذاکرات کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا متحده ايالات او طالبان د ۲۰۱۸م کال له جولای مياشتې راهيسې د افغانستان د لانجې پر سوليز حل باندې سره خبرې کوي. په سپتمبر مياشت کې د خبرو تر ځنډولو وروسته، واشنګټن په دسمبر مياشت کې د خبرو په وروستي پړاو کې د يوې مياشتې له پاره اوربند غوښتی وو. لږ وروسته دغه غوښتنه د «تاوتريخوالي راکمولو» ته راټيټه شوه.

سولې ته ډېرې هيلې موجودې دي

«موږ ټول سوله غواړو»، دغه جمله تميم عاصي چې د کابل په يوه فکري مرکز، يعنې د جګړې او سولې د څېړنو په انستيتوت پورې اړه لري، په تويتر کې ليکلې ده. د هغه په خبره بايد بيا هم احساسات غالب نه شي او داسې موافقې ته هم هر کلی ونه شي چې د طالبانو پرته پکې له نورو افغانانو سره مشورې نه وي شوې.

Russland Moskau | Treffen von Politikern aus Afghanistan mit Taliban-Vertretern
افغان سياستوالو او کارپوهانو تر مخه هم د افغانستان د سولې په کنفرانسونو کې برخه اخيستې وه.انځور: picture-alliance/dpa/S. Fadeichev

د افغانستان د پارلمان پخواني غړي امان الله پيمان، بيا دا پوښتنه مطرح کړه چې آيا د تاوتريخوالي کمېدل به په دې معنی وي چې په کابل کې به څوک نه وژل کيږي، خو په بدخشان کې به وژنې دوام پيدا کوي، که څنګه؟ دا چې امريکا متحده ايالات او طالبان د تاوتريخوالي کمښت څه شی بولي، لا معلومه نه ده.
د ناظرينو په اند به ښايي په لويو ښارونو او د لويو لارو په اوږدو کې بريدونه پای ته ورسيږي. داسې ويل کيږي چې امريکا سربېره پر دې د کنترول پر پوستو باندې د بريدونو بندول هم غوښتي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وړې پوستې په تېرو کلونو کې د امنيتي ځواکونو د وژل کېدو اصلي ځايونه ول. دا چې د قسمي يا موقتي اوربند موده به څه وخت شروع کيږي، لا معلومه نه ده.
امريکا متحده ايالات غواړي چې له طالبانو سره تړون تر هغه وروسته لاسليک کړي چې د تاوتريخوالي د کمولو ازمايښتي دوره په برياليتوب سره تېره شوې وي.
په دغې موافقې کې به د امريکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش او د طالبانو له خوا ضمانتونه هم موجود وي چې له افغانستان څخه به نور تروريستي بريدونه سرچينه نه اخلي. سربېره پر دې به د سولې بين الافغاني خبرې اترې هم پيل شي.

Dpa/ns/nz