1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت له طالبانو سره د امریکا تړون اندیښمن کړی

۱۳۹۸ شهریور ۱۳, چهارشنبه

افغان حکومت د افغانستان د اوږدې جګړې د پای له پاره د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د توافق د پایلو په هکله خپله اندیښنه څرکنده کړه. ولسمشرۍ ماڼۍ له طالبانو سره د توافق په هکله د لا ډیر وضاحت غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3OzIF
Afghanistan Präsident Palast in Kabul
انځور: AP

افغان حکومت د چهارشنبې په ورڅ (سپتمبر میاشتې۴مه نیټه) د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د احتمالي توافق د پایلو او خطرونو خبرداری ورکړ.

د ارګ ویاند صدیق صدیقې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې حکومت د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د توافق تر لاسلیک وروسته د احتمالي «خطرونو او بدو پایلو» په برخه کې اندیښمن دی. صدیقي زیاته کړه چې حکومت په دې برخه کې د ډیر وضاحت غوښتنه کړې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د امریکا او طالبانو ترمنځ احتمالي توافق په اړه دغه تبصره داسې مهال کیږي چې د افغان سولې له پاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د نهم پړاو مذاکراتو وروسته کابل ته رسیدلی او دوې ورځې وړاندې یې د توافق مسوده د حکومت له مشرانو سره شریکه کړې ده. تر دې وړاندې خلیلزاد ویلي ول چې له طالبانو سره توافق په اصولو کې نهايي شوی دی.

د طلوع نیوز په نامه له یوه ځايي تلویزیون سره په مرکه کې خلیلزاد وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ دغه توافق به په راتلونکو څو ورځو کې لاسلیک شي او دا چې د دې کار له پاره د ولسمشر دونالد ترمپ توافق ته اړتیا لري. د دواړو لورو ترمنځ د توافق پر اساس به امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه په ‍۱۳۵ ورځو کې خپل ۵۰۰۰ سرتیري وباسي.

د یاد توافق بل اساسي ټکی د بین الافغاني مذاکراتو پیل دی. خو دغه اقدام طالبانو تر دې وړاندې تل رد کړی دی. په ورته وخت کې وسله والو طالبانو په وروستیو څو ورځو کې په ټول افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

یادې ډلې څو ورځې وړاندې پر کندز او بیا وروسته پر بغلان ولایت ډله ایز همغږي بریدونه وکړل چې د کورنیو چارو وزارت په وینا دواړه بریدونه یې پر شا تمبولي دي. سربیره پر دې، طالبانو په کابل کې پر «ګرین ویلج» سيمه باندي د برید مسئولیت هم منلی دی.

ټاکل شوی چې زلمی خلیلزاد به په کابل کې له ګڼ شمیر افغان سیاسي څیرو او د ناټو له چارواکو سره هم ملاقاتونه ولري، څو د طالبانو او امریکا ترمنځ د توافق په هکله لا ډیر جزیات وړاندې کړي.

(K.H/N.Z(dpa,AFP