1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت له طالبانو سره خبرو ته ۱۵کسيز پلاوی وټاکه

مسعود جهش
۱۳۹۸ مرداد ۹, چهارشنبه

د سولې په چارو کې د افغان حکومت وزارت چې مشري یې سلام رحیمي کوي، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره يې یو ۱۵کسیز پلاوی ټاکلی دی.

https://p.dw.com/p/3N5Fv
Afghanistan Präsident Palast in Kabul
انځور: AP

د دې وزارت له خوا په یوې خپرې شوې اعلامیه کې راغلي دي چې دغه پلاوی تر هر اړخیزو بحثونو وروسته او د افغان حکومت د هڅو په پایله کې ټاکل شوی دی. په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «د دې پلاوې په تشکیل کې چې ۱۵غړي لري، سیاسي، ټولنیزه او قومي تنوع په پام کې نیول شوې ده، څو وکولای شي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له خوا د خلکو د ارزښتونو او لاس ته راوړنو په پام کې نیولو سره خبرې اترې وکړي.»

تر اوسه پورې لا روښانه نه ده چې د دغه پلاوي غړي څوک دي، خو تر دې مخکې افغان حکومت او د امریکا متحده ایالاتو استازو ټینګار کړی وو، چې د حکومت د چارواکو په ګډون باید په یوه مرکچي پلاوي کې د سیاسي ګوندونو استازي هم حضور ولري. همداراز تمه کیږي چې د مدني ټولنې او ښځو استازي به هم په پلاوي کې شامل وي.

د سولې په چارو کې د افغان حکومت وزارت دا هم ویلي دي چې افغان حکومت له امریکا متحده ایالاتو سره د سولې د بهیر پر راتلونکو گامونو باندې توافق ته رسیدلی دی. همدا خبره د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، هم پر خپله تویتر پاڼه باندې لیکلې ده.

خليلزاد چې د سه شنبې په ورځ له افغانستان څخه لومړي پاکستان او بیا دوحې سفر پيل کړ، ويلي دي: «له هغه وخت راهیسې چې ما د ځانګړي استازي په توګه دنده پیل کړي تر اوسه پورې د خپل تر ټولو موثر سفر د پای ته رسولو په حال کې یم.»

د زلمي خلیلزاد او افغان چارواکو دغه څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې ښايي د سولې بهیر د پرمخ وړلو په برخه کې د واشنګټن او کابل تر منځ رامنځ ته شوي اختلافات تر یوه حده پورې حل شوي وي. خلیلزاد په خپل پیغام کې زیاته کړې ده: «افغانستان او امریکا د راتلونکو ګامونو په اړه سره توافق کړی دی. او یوه مرکچي ډله او د تخنیکي ملاتړ ګروپ د نهایي کیدو په حال کې دي.»

که څه هم دغه څرګندونې د اختلافاتو د کمیدو څرګندويي کوي، خو تراوسه پوري لا په دې برخه کې روښانه معلومات نه شته چې دواړه اړخونه څومره له خپلو مخکنیو موقفونو څخه تیر شوي دي. ولسمشر غني تل ټینګار کړی دی چې د سولې بهیر باید د افغانانو په مشرتوب او مالکیت وي او د سولې توافق باید یو ټاکل شوی حکومت له طالبانو سره وکړي چې له کبله یې د راروانو ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدل حتمي دي. خو خلیلزاد بیا ویلي دي چې د هغه له پاره ټاکنې نه، بلکې سوله لومړیتوب لري.

بله تر ټولو مهمه موضوع د طالبانو په موقف کې د بدلون راتلل دي. طالبانو تر اوسه پورې په رسمي توګه نه ده منلي چې له افغان حکومت او یا هم د حکومت له خوا له ټاکل شوي پلاوي سره به د سولې خبري وکړي.