1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

افغان حکومت د کرونا په هکله په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین کوي

۱۳۹۹ فروردین ۱۳, چهارشنبه

حکومت غواړي چې د کرونا ویروس د عامه پوهاوي په برخه کې پر ټولنیزو رسنیو کمپاین پیل کړي، څو د کرونا ویروس د خپریدو مخه ونیسي.‌ افغانستان د جګړو او د روغتیا د کمزوري سیستم له کبله ښايي د کرونا له پراخ ناورین سره مخ شي.‌

https://p.dw.com/p/3aJSv
Afghanistan - Leere Straßen in Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د عامه پوهاوي په برخه کې د افغانستان د حکومت یوه مسئول جګپوړي چارواکي له ټولو دولتي ادارو څخه وغوښتل چې د دوشنبې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو باندې د خپلو پاڼو لوګو او انځورونه بدل کړي او پر ځای يې »کرونا ویروس جدي ونیسو» ډیزاین شوې لوګو وکارول شي.‌

د یادو سپارښتنو په لړ کې ټولې دولتي ادارې اړي دي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او نورو اړوندو چارواکو روغتیايي لارښونې خپرې کړي.‌

په افغانستان کې د ټولو ۲۰۰۰ شکمنو پیښو له ډلې څخه اوسمهال د کرونا ویروس ۱۹۶ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.‌ د عامې روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ‌ وویل چې تر اوسه پورې کرونا ویروس د ۵ تنو ژوند اخیستی او دا چې په دې ویروس د اخته کسانو شمیر د هرې ورځې په تیریدو سره مخ پر ډیریدو دی.‌

په ورته وخت کې داسې اندیښنې هم موجودې دي چې ښايي په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر دې هم لوړ وي،‌ ځکه تر اوسه پورې د دغه ویروس د معایناتو شمیر ډیر کم دی.

بل لوري‌ ته حکومت بیا د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه د کابل او هرات په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې پر ګرځیدو او راټولیدنو بندیز وضع کړی دی.

چارواکو له خلکو غوښتي دي چې لمونځ دي په کورونو کې کوي او له هر راز راټولیدنو او غونډو څخه دې ډډه وکړي.