1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

«افغان حکومت د هیواد پر نیمایې برخه کنترول لري»

۱۳۹۷ آبان ۱۰, پنجشنبه

د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړو څارونکو په حواله، افغان حکومت د دغه هیواد د تر نیمایې لږ ډیرو ولسوالیو کنترول په خپل لاس کې لري.

https://p.dw.com/p/37VCZ
Afghanistan Taliban in der Provinz Nangarhar
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gal

د جولای میاشتې په پای کې افغان امنیتي ځواکونو په مجموع کې د دغه هیواد د ټولو ولسواليو ۵۵،۵ سلنه برخې کنترول په خپل لاس کې درلود. دا خبره د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړو څارونکو په هغه رپوټ کې کړې ده چې د پنجشنبې په ورځ (د نوامبر میاشتي لومړۍ نیټه) یې خپور کړی دی.

دا په ۲۰۱۵م کال کې په دې اړه د ارقامو او معلوماتو د راټولو له پيل راهیسې تر ټولو لږ مقدار ښيي. د دغه رپوټ پر بنسټ په مجموع کې د افغانستان له ۴۰۷ ولسوالیو څخه د هغو ولسوالیو شمیر چې ځنې برخې یې د افغان حکومت او یا طالبانو له خوا کنترولیږي، له ۱۰ څخه ۱۳۲ ته لوړ شوی دی. نو په دې اساس د سويلي آسیا د دغه هیواد د ولسوالیو یو پر دریمه برخه(۳۲،۴ سلنه) کې جګړه روانه ده.

د امریکا د کانګرس د نظارت کوونکو د رپوټ پر بنسټ شاوخوا ۱۲ سلنه ولسوالۍ د طالبانو په کنترول کې دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ کله چې وسله والې ډلې پر افغان امنیتي ځواکونو او تاسیساتو خپل بریدونه زیاتوي افغان امنیتي ځواکونه کمزورې کوي.