افغان حکومت د فطرت د نيولو امر کړی
۱۳۹۰ تیر ۷, سهشنبهاته ديرش کلن فطرت له تيري يوې اونۍ راهيسي له افغانستان څخه تري تم وو خو تيره ورځ يې ږغ د امریکا څخه راپورته سو.
نوموړي د امريکا په ويرجينيا ايالت کي رويټرز آژانس ته ويلي چي، ده ځکه خپله دنده او هيواد پريښود چي هلته يې ژوند له ګواښ سره مخ وو.
هغه زياته کړې چي د ډيوالي سوي خصوصي بانک ( کابل بانک) د لانجې د څيړلو پر مهال د ځينو خلکو له خوا ورته د مرګ ګواښونه سوي او په همدې خاطر يې نه سوای کولای چي د مرکزي بانک د مشرتابه چاري پر مخ بوزي.
فطرت چي له څه باندي دوو کلونو راهيسي د افغانستان بانک د رئيس په توګه دنده تره سه کړې دا هم ويلي چي ژوند يې هغه مهال له خطر سره مخ سو چي په پارلمان کي يې د هغو کسانو نومونه بربنډ کړل چي د نوموړي په وينا د کابل بانک په لانجه کي ښکيل ول.
فطرت پر هغه مهال د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزي، د مارشال فهيم ورور حسين فهيم او د يو شمير هغو نورو پر نفوذو څيرو نومونه د کابل بانک په لانجه کي بر بنډ کړل چي په وينا يې د بانک د ډيوالي کيدو اصلي لاملين همدوی ول.
که څه هم پرون د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند وحيد عمر د فطرت تيښته يو ملي خيانت په ګوتو کړ خو نن لوی څارنوالۍ په يوه بيړني اقدام کي د فطرت د نيولو ږغ کړی.
د لوی څارنوالۍ مرستيال څارنوال عنايت الله نظري نن په کابل کي خبريالانو ته وويل چي د فطرت نوم په هغه تور ليست کي وو چي د کابل بانک په قضيي کي د ښکيلو کسانو نومونه پکښي شامل دي.
د نظري د وينا له مخه، دوی هڅه کوله چي د افغانستان بانک رئيس ونيسي خو داسي ښکاري چي نوموړي له دغه پلان څخه خبر سوی او ملک يې پريښی دی.
نظري وايي نن يي د فطرت د تذکرې او پاسپورټ د نمبرونو تر څنګ د هغه رنګين انځورونه انټرپول پوليس او همدا راز په کابل کي د امريکا سفارت ته سپارلي تر څو يې په توقيف کي د کابل له حکومت سره مرسته وکړي.
د لوی څارنوالۍ مرستيال وايي چي د مرکزي بانک فراري مشر د کابل بانک په ډيوالي کيدو کي نيغ رول درلود او دوی پر وخت اجرات کړي دي.
که څه هم لوی څارنوالي وايي، چي د امريکا د ګرين کارد درلودونکی دغه افغان په وړاندي يې پر وخت اجرات کړي خو يو شمير خلک له ملک څخه د مرکزي بانک د رئيس تيښتيه د حکومت لويه کمزوري او بې کفايتي بولي.
د کابل ښار د پښتونستان واټ تر څنګ يوه لاس پلورونکي چي خپل نوم محمدالله را پيژني دويچه ويله ته وويل چي تر دي لويه بدنامي نوره نسته.
« که چيري حکومت وړتيا درلودای نو دغه غله ته به يې داسي وظيفه نه ورکولای.»
تر اوسه نده معلومه چي د امريکا سفارت او انترپول به د عبدالقدير فطرت په نيولو کي له افغان حکومت سره مرسته وکړي که څنګه.
خو هغه څه چي له څو کلونو راهيسي روښانه دي هغه دا ده چي د ترانسپورت وزير عنايت الله قاسمي چي د سرکاري هوايي شرکت ( آريانا) د مليونونو ډالرو په غلا مجرم پيژندل سوی هم د فطرت په څير د امريکا ګرين کارت درلودونکی دی او په امريکا کي ژوند کوي.
په داسي حال کي چي څوڅو واري يې له انټرپول پوليسو، د افغان حکومت د خوا د نيولو غوښتنه هم سوې ده.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل