1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت د روسیې په کوربتوب د سولې په خبرو کې ګډون نه کوي

۱۳۹۷ مرداد ۳۱, چهارشنبه

مسکو غواړي د سپتمبر په ۴ نیټه د افغانستان د سولې د خبرو په تړاو د طالبانو، افغان حکومت، امریکا متحده ایالاتو او یو شمیر نورو هیوادونو کوربتوب وکړي، خو افغانستان او امریکا په دې غونډه کې له ګډونه ډډه کړې.

https://p.dw.com/p/33Zix
Sergei Wiktorowitsch Lawrow
انځور: Getty Images/AFP/J. Makovec

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې په هکله دغه نړیوال مذاکرات به د سپمتبر میاشتې په مسکو کې په لاره واچول شي. د افغانستان له پاره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د انترفکس په نامه روسي خبري آژانس ته په دې هکله ویلي وو: «موږ په پام کې لرو دغه کنفرانس د سپمتبر میاشتې په ۴ نیټه ترسره شي». روسیې ویلي دي چې  له طالبانو څخه هم په دې کنفرانس د برخې اخیستو غوښتنه شوې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیي لاوروف ویلي چې طالبان په پام کې لري چې د افغانستان د سولې په موخه په روسیه کې په جوړیدونکي کنفرانس کې ونډه واخلي. 

په داسې حال کې چې د مسکو په کوربتوب په دغه غونډه کې د طالبانو د ګډون رپوټونه ورکول کیږي، خو افغان حکومت او د امریکا متحده ایالاتو بیا په دې غونډه کې د نه ګډون پریکړه کړې. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي صبغت الله احمد احمدي په دې هکله  دویچه ویله ته په یوه تیلفوني تماس کې وویل:«موږ د ماسکو په غونډه کې گډون نه کوو.»

Afghanistan Kabul Friedensgespräche Treffen USA China Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali

احمدي که څه هم  روښانه نه کړه چې ولې افغان حکومت په دې کنفرانس کې له گډون څخه ډه ډه کوي، خو یادونه یې وکړه  :«په سیمه او نړیواله کچه د افغانستان په هکله هره پیښه او بحث چې کیږي باید محور یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په مشرۍ وي، په ځانګړې توګه د سولې د لړۍ په هکله هر راز غونډه باید د افغانستان په مشرۍ وشي.»

د دویچه ویله د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا مسکو له افغان حکومت څخه د سولې په دې مذاکراتو کې د ګډون غوښتنه کړې، د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلي احمدي که څه هم دغې پوښتنې ته مستقیم ځواب ورنکړ، خو هغه وويل: «موږ [د افغانستان حکومت] له روسیې سره نیکې اړیکې لرو. روسیه په سیمه ایزه او نړیواله کچه یو اغیزمن هیواد دی او موږ هیله من یو چې [روسیه] د افغانستان د محور کیدو مسئله لا ډیره په پام کې ولري او دغه څه په افغانستان کې د سولې د راتګ په برخه کې ډیر ارزښت لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د اګست میاشتې په ۲۱ نیټه) انترفکس خبري آژانس د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف په حواله لیکلي چې طالبان هم ښايي د مسکو په کوربتوب د افغانستان د سولې په دې مذاکراتو کې برخه واخلي. لاوروف ویلي: «لومړني عکس العملونه مثبت دي. دوی [طالبان] په پام کې لري چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.»

د افغانستان او متحده ایالاتو نه ګډون؟

سربیره پر دې همدا نن یعنې د اګست میاشتې په ۲۲ نیټه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی په مسکو کې په دې غونډه کې د واشنګټن د نه ګډون په هکله خپله خواشیني څرګندوي. مسکو وايي چې د واشنګټن نه ګډون په افغانستان کې د سولې د راوستلو په برخه کې د واشنګټن د ناسمو هڅو ښکارندويي کوي. روسیې د افغانستان د سولې په تړاو د دې غوندې له پاره د امریکا په ګډون ۱۲ هیوادونه دعوت کړي دي.

له څه مودې را په دې خوا د امریکا په شمول د سیمې هیوادونه هڅه کوي چې له طالبانو سره  له نژدې تماسونه ونیسي او د افغانستان د سولې په هکله ور سره خبرې وکړي. روسیې له طالبانو سره خپلې اړیکې  په سیمه کې د  اسلامي دولت نومې ترهگرې ډلې په پیاوړتیا توجیه کوي.

Afghanistan Taliban
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د سیمې او افغانستان د سیاسي چارو کارپوه او د کابل د پوهنتون استاد ښاغلی ودیر صافی وايي: «زه فکر کوم چې روسیې له پخوا راهیسې له طالبانو سره اړیکې درلودې او دوی هغه وخت هم اعلان کړی وو، ځکه  روسیه  د خپلو جنوبي هیوادونو د امنیت او په تاجکستان، ازبکستان او ان روسیې ته نږدې په سیمو کې له سخت دريځۍ په ویره کې دي، له دې کبله دوی غوښتل چې له طالبانو سره اړیکې ولري او دوی اړیکي لري.»

بل لوري ته بیا له یوې مودې راهیسې د طالبانو یو شمیر استازو د سیمې او د افغانستان په قضیه کې ښکیلو هیوادونو ته خپل استازي لیږلي دي. د طالبانو یوه جګپوړي پلاوي په همدې اګست میاشت کې اندونیزیا او ازبکستان ته سفرونه کړي. د طالبانو د سرچینو په حوالو د طالبانو استازو د یادو دواړو هیوادونو له جګپوړو حکومتي چارواکو سره لیدلي او د افغانستان د قضیې او د سولې د هڅو په هکله یې خبرې او بحثونه کړي.

Katar Doha Taliban Vertretung
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Faisal

تر دې مخکې د لومړي ځل له پاره د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او د امریکا د بهرنیو چارو د دپلوماتانو ترمنځ د خبرو رپوټونه ورکړل شول. طالبانو که څه هم له امریکايي دپلوماتانو سره دغه خبرې ابتدایې یاد کړې او د راتلونکو کتنو خبر یې ورکړ، خو د امریکا حکومت بیا دغه خبرې نه رد او نه یې هم تائید کړي دي.