1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

«افغان او امریکايي ځواکونو د ملکیانو موټر سوځولي»

۱۳۹۸ آبان ۱۸, شنبه

په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پوځي ماموریت او عیني شاهدانو ویلي چې د افغان او امریکايي ځواکونو ګډ کاروان د ملکیانو موټرو ته اور ورکړی چې په پایله کې یو شمیر کسان ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/3Sjxz
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی. انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali

د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتې په ۹مه نیټه) په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت له لوري په خپره شوې یوه اعلامیه کې راغلي چې امریکايي ځواکونو د یو شمیر موټرو چلوونکو ته له سړک څخه د لیرې کیدو تر یو شمیر خبرداریو وروسته، اور غورځونکې مرمۍ ویشتلي دي. د یادې اعلامیې په حواله دوی په دې ډزو سره موټر هدف نه دي ګرځولي. د عیني شاهدانو په وینا په دې پیښه کې یو شمیر موټرو اور اخیستی چې په پایله کې یو شمیر کسان ټپیان شوي هم دي.

د امریکايي ځواکونو په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې امریکايي ځواکونو هڅه کوله چې د دوی پوځي کاروان ته د دغو موټرو د نیږدې کیدو مخنیوی وکړي. دغه پیښه د جمعې په ورځ ناوخته د لغمان ولایت په مربوطاتو کې پیښه شوې ده.

د پیښې د یوه عیني شاهد عماد دوران، په حواله دوی د کاروان د تیریدو انتظار ایسته چې د امریکايي ځواکونو له لوري د اور اچونکو مرمیو ډزې پرې وشوې. د نوموړي په خبره د ډزو په پایله کې د دوی موټر لګیدلی او دوی سطحي ټپي شوي دي. نوموړي په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې هغه پر سړک باندې لږ تر لږه دوه نور موټر هم ولیدل چې اور یې اخیستی وو.