1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو له بنده ۳۴ بندیان آزاد کړي

۱۳۹۸ خرداد ۲۱, سه‌شنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې ځانګړو افغان امنیتي ځواکونو په بغلان کې د طالبانو له زندانه ۳۴ تنه آزاد کړي. تر دې دمخه هم په یو شمیر نورو ولایتونو کې د طالبانو له زندانونو د بندیانو د آزادیدو رپوټ ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3K9ky
Afghanistan Kämpfe in der Prozinz Helmand
انځور: Reuters/A. Malik

اسوشیتد پرس خبري آژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې په حواله لیکلي دي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې چې د دوشنبې په ورځ تر سره شوي دي ۱۷ ملکیان او د امنیتي ځواکونو ۱۷ غړي آزاد شوي دي. زیاته شوې ده چې د امنیتي ځواکونو په ډله کې اووه سرتیري، اووه پولیس او د استخباراتي ادارې درې تنه غړي شامل دي.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې طالبانو د بغلان د چاپې په هکله څه نه دي ویلي. تیره میاشت ملګرو ملتونو د طالبانو په بند کې له افغان بندیانو سره د ناوړه چلن په هکله اندیښنه څرګنده کړې وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما دغه ارزونه په اپریل میاشت کې ۵۳ آزاد شوو بندیانو له ډلې څخه له ۱۳ سره د مرکو د ترسره کولو وروسته وړاندې کړې وه. دغه بندیان په روزګان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري آزاد شوي ول. په دغه آزادو شوو کسانو کې هم افغان امنیتي ځواکونه، ملکیان او حکومتي چارواکي شامل وو.

sr/ms (AP)