1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان امنيتي ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې ادعاوې

۱۳۹۹ شهریور ۳۱, دوشنبه

په قطر کې د سولې مذاکراتو سره جوخت دننه په افغانستان کې جګړو لا پسې زور اخیستی دی. افغان چارواکي يوازې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په کاپیسا، ميدان وردک، تخار او کندز ولایتونو کې  ۴۴ تنو امنيتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې خبره کوي.

https://p.dw.com/p/3imtF
Afghanistan Kämpfe zwischen IS und afghanischen Truppen Nangarhar
افغان چارواکي وايي چې ځواکونه يې په دفاعي حالت کې ديانځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

ميدان وردک

د ميدان وردک د ولایتي شورا غړي حاجي محمد جعفري د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر ۲۱مه) دويچه وله ته وويل چې يوازې تيره ورځ د طالبانو په يوه بريد کې ۱۶ تنه امنيتي ځواکونه ووژل شول،۱۱ تنه نور ټپيان او ۵ سرتيري لادرکه دي.

نوموړي زياته کړه: «دغه ځواکونه پرون مازيګر شاوخو څلورنيمې بجې د ميدان وردک په ده افغانان سیمه کې د طالبانو له يوه کمين کې سره مخ شول او دغه مرګ ژوبله رامنځ ته شوه.» د جعفري په وينا په ورستيو ورځو کې په دغه ولايت کې د ناامنيو ګراف لوړ شوی دی.

خو د میدان وردک د والی ویاند محب الله شريف زي، بیا په پرونۍ جګړه کې یوازې ۴ تنو امنيتي ځواکونو د وژل کيدو او ۷ تنو نورو د زخمي کيدو خبره کوي. د شريف زي په خبره طالبانو تیره ورځ د میدان وردک ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د پولاد خان پر امنيتي بيز باندې ډله ايز بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول. شريف زي زياته کړه: «په دغه جګړه کې د طالبانو د قوماندانانو او سرګروپانو په ګډون ۲۶ تنه طالبان ووژل شول او ۳۲ نور يې ټپیان شول.»

کاپيسا

Katar Doha | Afghanistan Friedensverhandlungen | Abdullah Abdullah
په قطر کې د سولې مذاکراتو سره جوخت په افغانستان کې د جګړې زور اخیستل افغانان سخت انديښمن کړي ديانځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د کاپیسا د ولايتي شورا رئيس، محمد حسين سنجني دویچه وله سره په يوه مرکه کې وويل: «تيره شپه طالبانو په تګاب ولسوالۍ کې د پولیسو پر يوه امنيتي پوسته بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د پولیسو ۸ تنه سرتيري وژل شوي، يو تیری ټپي دی او يو طالبان له ځانه سره بیولی دی.»

سنجني وويل کیدای شي طالبانو دغه حمله د هغه پولیس سرتيري په همکارۍ ترسره کړي وي چې له ځانه سره يې بیولی دی.

تخار

د تخار د ولایتي شورا غړی محمد اعظم افضلي وايي تيره شپه د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په نوآباد سيمه کې د امنيتي ځواکونو يو ټانک د طالبانو د سړک غاړې ښخ کړی شوی ماين باندې وربرابر شوی چې په چاودنه کې یې «۸ تنه امنيتي ځواکونه ووژل شول او ۴ نور ټپيان شول.»

افضلي دغه راز وويل: «تر دې يوه شپه مخکې هم طالبانو د تخار په نمک آب ولسوالۍ کې پر يوه امنيتي پوسته بريد کړی وو چې د پولیسو یو افسر او دوه سرتيري يې وژلي ول.»

کندز

د ګاونډي ولایت کندز، امنیه قوماندانۍ بيا ادعا کوي چې تیره شپه يې د کندز ښار په دریمه ناحيه کې د زاخيلو پر امنيتي بیز د طالبانو حمله د ۵ طالبانو په وژلو په شا تمبولې ده. د کندز د امنيه قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري له دې نه علاوه رسنيو ته وويل چې طالبانو د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې هم د پولیسو پر امنيتي پوستو بریدونه کړي چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۱۲ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

«جګړه د لا ډير امتياز له پاره» 

د ولایتي شورا مسئولان وايي چې په قطر کې د سولې مذاکراتو سره هم مهاله طالبانو خپلو بريدونو ته زور ورکړی چې له دغې مسئلې خلک سخت انديښمن کړي دي. د کاپیسا د ولايتي شورا رئيس په خبره، طالبان غواړي په دې کار سره خپل ځواک او منطقوي نفوذ وښيي تر څو يې د مذاکرې پر ميز لا ډير امتياز ترلاسه کړی وی.

د تخار د ولايتي شورا غړی افضلي په خبره طالبان په اوس وخت کې هڅه کوي چې خپلې تر کنټرول لاندې سيمې ډيرې کړي. پر وينا يې طالبانو ته د دغه کار يوه ګټه دا ده چې کومې سيمې د دوی تر کنترول لاندې وي د هغې سيمې اوسیدونکي زړه نه شي کولای چې د امنيتي ځواکونو ليکو ته ورداخل شي. هغه وايي اوس هم طالبان په خپلو سيمو کې د وژل شوي سرتيرو د خښولو اجازه نه ورکوي: «د همدا وروستيو وژل شوو سرتيرو کورنيو خپل مړي د حکومت تر کنترول لاندې سیمو کې سرګردانه ګرځول تر څو د خلکو اجازه ترلاسه او خپل مړي د هغوی په هديرو کې دفن کړي وي.«

افغان چارواکي وايي چې د دوی قوايي په دفاعي حالت کې قرار لري او دغه مرګ ژوبلې د طالبانو په حملو او د طالبانو حملو ته د امنيتي ځواکونو په ځوابي حملو کې اوښتي دي.

محمد کريم صالح/ب.ص.