1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

افریقایې مشران: د روسېې او اوکراین جګړه دي پای ته ورسیږي

۱۴۰۲ خرداد ۲۹, دوشنبه

د افریقایي هیوادونو مشران چې روسیې ته تللي، له پوتین سره ېې په لیدنه کې د مسکو او کییف ترمنځ د سولې د خبرو اترو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې په اوکراین کې د روسیې جګړه »باید پای ته ورسیږي.«

https://p.dw.com/p/4SkbJ
آرشیف: انځور د افریقا ولسمشراو پوتین ناسته
آرشیف: انځور د افریقا ولسمشراو پوتین ناستهانځور: Ramil Sitdikov/TASS/dpa/picture alliance

د افریقایي حکومتونو د مشرانو او چارواکو یوه جګپوړي پلاوي په سنت پیترزبورګ کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ملاقات کړی دی.

دا لیدنه که څه هم د اقتصادي همکاریو کنفرانس په چوکاټ کې شوې، خو اصلي موضوع یې په اوکراین کې د روسیې جګړه وه.

د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوسا ټینګار وکړ چې "دا جګړه باید پای ته ورسیږي". هغه زیاته کړه چې په اوکراین کې د روسیې جګړه باید "د خبرو اترو او پر ډیپلوماتیکو لارو د تکیه کولو" له لارې پای ته ورسېږي.

ګوتريش د روسېې د سرې او د اوکراین د غَلې د عرضې له پاره د «خنډونو» د پای غوښتونکی شو

افریقایي هیوادونه د ۱۶ میاشتو راهیسې په اوکراین کې د روسیې له جګړې څخه مستقیم اغیزمن شوي، ځکه چې ډیری یې د اوکراین او روسېې د غلو او کرنیزو سرو ته اړتیا لري، څو د خپلو خلکو خوراکي اړتیاوې پوره کړي.

د لومړنیو خوراکي توکو په برخه کې د بیو هر ډول زیاتوالی په دې هیوادونو کې د بې وزلو پر وضعیت اغیزه کوي.

د پوتین د حکومت ویاند دیمیتري پیسکوف په وینا، د غلو د صادراتو په اړه د روسیې او اوکراین ترمنځ موافقه به نوې نه شي. د هغه په ​​وينا، اوسنيو حالاتو ته په کتو سره د دغه تړون د غځولو چانس نه شته.

بلینکن چین ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې پیکنگ ته رسیدلی

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له افريقايي پلاوي سره په ليدنه کې وويل، چې په ټوله نړۍ کې د خوراکي توکو بیو لوړوالي ته په کتو سره د غلو د صادراتو تړون د افريقايي هېوادونو ستونزې نه حلوي.

هغه د "د [روسیې] د افریقایي ملګرو متعادل چلن" ستاینه وکړه او ویې ویل چې  "له ټولو هغو کسانو سره رغنده خبرو اترو ته چمتو دی چې د عدالت د اصولو او متقابلو ګټو ته د درناوي پر بنسټ سوله غواړي". په دې غونډه کې پوتین یو ځل بیا د روانې جګړې په تړاو د روسیې پر دریځ ټینګار وکړ.

د اروپا د سياسي ټولنې د مشرانو په غونډه کې د اوکراين ملاتړ

روسیې ته له افریقا څخه د یوه لوړ پوړي پلاوي سفر د مسکو له پاره مهم دی، ځکه دا ښيي چې دغه هېواد منزوی نه دی.

په دې اړه، دا ممکنه ده چې د سرګي لاوروف ډیری سفرونه و اروزول شي، چې څو افریقایي هیوادونو ته یې په خپلو سفرونو کې هڅه کړې چې په دې مسله کې د روسیې له دریځونو سره د دوی موافقه او همکاري ترلاسه کړي.

روسیې ته تر سفر مخکې دغه افریقایي پلاوی د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلینسکي سره د ملاقات او خبرو له پاره کیف ته تللی وو.

د اوکراین ولسمشر زلینسکي د څو افریقايي هېوادونو له مشرانو سره له کتنې وروسته اوسمهال له روسیې سره خبرې اترې رد کړي او ټینګار یې کړی چې د سولې خبرې یوازې هغه مهال ممکن دې چې مسکو د اوکراین له اشغال شویو سیمو خپل پوځي ځواکونه وباسي.