1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغان مهاجرو د موټر سوځېدنې موضوع دې په جدي ډول تعقیب شي»

۱۳۹۹ خرداد ۱۹, دوشنبه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په ایران کې د افغان مهاجرو د موټر سوځیدنې پيښې د جدي تعقیب غوښتنه کړې ده. په دې پيښه کې د درې تنه افغانانو مړينې او د ټپیانو په لاسونو کې زولنو تند غبرګونونه راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/3dRSs
Symbolbild Fahne Iran - Afghanistan
انځور: Colourbox

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۸ نیټه) د کابينې په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې د ایران په یزد ښار کې د افغان مهاجرو د لیږدونکي موټر د سوځیدنې پيښه په جدي ډول تعقیب کړي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي په خپل تویتر پاڼه لیکلي دي: «ولسمشر همدارنګه د دې پيښې په اړه خپل ژور خفګان ښودلی دی او ټینګار یي کړی چې دغه پيښه باید په جدي توګه د دواړو هیوادونو د ديپلوماتیکو مراجعو له طریقه تعقیب شي.»

 د تیرې چهارشنبې په ورځ د ۱۳ تنه افغان مهاجرو لیږدونکي موټر د ایران په یزد ښار کې اور واخیست چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله ۳ تنو په کښې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

یو شمیر لا تر اوسه لادرکه دي. په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې دوه تنه افغان مهاجر د سړک پر غاړې فریاد کوي. یو له دوی څخه د دې صحنې تماشا کونکو ته زارۍ کوي او وایي: «د خدای له پاره لږ اوبه راکړه، وسوځیدم.»

وروسته له دې چې په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال د ټپیانو د لیدولو او د پيښې د بررسۍ له پاره یزد ښار ته لاړ، په خپرو شویو انځورونو کې ولیدل شول چې د افغانستان سفیر په داسې حال کې له ټپیانو سره ملاقات کوي چې د هغوې لاسونه په زولنو تړل شوي او داسې ښکاري چې د ایراني پولیسو تر شدیدې څارنې لاندې دي.

د ایراني پولیسو دې اقدام د افغانستان د خلکو غوسه لا زیاته کړه. د ټولنیزو شبکو ډیري کارونکو د «#کمی_آب_ بیار_سوختم» تر عنوان لاندې د یوه کمپاین په لاره اچونې سره عدالت ته د دې پيښې د عاملینو د کشولو غوښتنه کړې.

په عین وخت کې قهریدلو افغانانو د کندز، کندهار، ننګرهار او هلمند ولایتونو په ګډون د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې پر مظاهرو لاس پورې کړ او د ایران له خوا یي د پيښې د عاملینو د مجازات کولو غوښتنه وکړه.

دویچه ویله: ش.ن/ ب.ص