1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

۱۳۹۸ اسفند ۱۹, دوشنبه

اشرف غني د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. دغه مراسم چي په ارګ کي تنظيم سوي ول پکښی د زلمي خليلزاد تر څنګ يو شمېر بهرنيو او کورنيو ګډون کړی ؤ. عيني وخت عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کي د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

https://p.dw.com/p/3Z5OJ
Aschraf Ghani Präsident von Afghanistan
انځور: picture-alliance/Photoshot/R. Alizadah

اشرف غني د ۲۰۲۰ کال د مارچ په نهمه نېټه په ځايي وخت څو دقيقې بالا د مازديګر په درو بجو د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. دغه لوړه د افغانستان د سترې محکمې د رئيس له خوا واخيستل سوه. نوموړی په دې توګه د دويمي دورې له پاره د افغانستان ولسمشر سو. محمد اشرف غني وروسته له خپلو دوو مرستيالانو څخه هم لوړه واخيسته.

د اشرف غني د لوړي په مراسمو کي د متحده ايالاتو د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تر څنګ يو شمېر نورو بهرنيو او کورنيو اشخاصو ګډون کړی ؤ. په دغې غونډي کې د عطا نور په شمول يو شمېر نورو پخواني جهادي شخصيتونو هم ګډون کړی ؤ.

اشرف غني د لوړي وروسته په خپله وينا کي وويل چي «نن د وصل ورځ ده، نن د يووالي ورځ ده.»  اشرف غني پر دې ټينګار وکړ چي ټاکنې پای رسېدلي او دی د افغانستان ټاکل سوی ولسمشر دی. هغه زياته کړه چي د نوموړي حکومت به د ټول ولس حکومت وي. اشرف غني وويل چي ټاکنې پای ته رسیدلي او دا د «ټولو توطيو پای ده.» 

د محمد اشرف غني د وينا پر وخت يوه چاودنه واورېده سوه. اشرف غني پر خلکو ږغ وکړ چي آرام پاته سي او خپلې وينا ته یې دوام ورکړ. دا چي د چاودنې د ږغ جزیات څه دي، د دغه مطلب تر خپرېدو لا نه وه څرګنده.

په عيني حال کي عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کي د ولسمشر په توګه لوړه وکړه. له هغه څخه شهزاده شاهد چي پخوا له کونړ څخه د ولسي جرګې استازی ؤ لوړه واخيسته. عبدالله عبدالله هم له خپلو دوو مرستيالانو څخه لوړه واخيسته. د عبدالله عبدالله د لوړي پر وخت د الله اکثر نعرې هم پورته سوې. 

په تاريخ کي دا لومړی ځل دی چي په افغانستان کي پر يو وخت دوه کسان د ټاکل سوي ولسمشر په توګه لوړه کوي.