1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اشرف غني: ملي یووالی باید په عمل کې ترلاسه شي

۱۴۰۱ تیر ۱۸, شنبه

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني له اسلامي نړۍ وغوښتل چې طالبان دې د اسلام له اساسي اصولو او احکامو خبر کړي او له دوی سره دې خبرې وکړي. نوموړي زده کړو ته د نجونو د لاسرسي پر حق ټینګار وکړ.

https://p.dw.com/p/4DtMU
Afghanistan Präsident Ashraf Ghani
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

پخواني ولسمشر اشرف غني خبرداری ورکړ چې د خلکو له ارادې پرته نظام به له ګواښ سره مخ شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې له اسلامي نړۍ غوښتي چې د طالبانو د کړنو پر وړاندې ورسره استدلال وکړي. پخواني ولسمشر په خپل اختریز پیغام کې زیاته کړې: «دا اړینه ده چې دا ډله په دې پوه شي چې د مسلمانانو خیر په کوم لوري کې دی.»

 اشرف غني په دغه غږیز پیغام کې چې د جمعې په ورځ یې په خپله فیسبوک پاڼه خپور کړی، ټینګار وکړ چې پرته له دې چې د نارینه او ښځینه، تور او سپین، عرب او غیر عرب تر منځ توپیر وشي، ټول باید په زړه او روح ایمان ولري او ایمان راوړن په جبر او زور نه کیږي.

اشرف غني د نجونو پر تعلیم ټینګار وکړ او ویې ویل چې د نړۍ تجربې ښيي چې «د یوې نجلۍ زده کړه پنځه نسلونه بدلولی شي.»

محمد اشرف غني خبرداری ورکړ چې افغانستان کې «تاوتریخوالی او زور زیاتی په دغه هېواد کې ثبات نه شي راوستلی.»

پخواني ولسمشر دا وړاندیزونه داسې مهال کوي، چې د ده د رهبرۍ پر ډول او له افغانستانه یې له وتلو وروسته د افغانانو له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.

کابل ته د طالبانو په راتګ د افغانستان پخوانی ولسمشر د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه ولسمشرۍ ماڼۍ پریښوده او افغانستان یې ترک کړ.

په افغانستان کې د تعلیمي کال له پیله کابو پنځه میاشتې تېرې شوې دي، لا هم د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي او طالبان له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځي ته ولاړې شي.

طالبانو تېره اوونۍ د «علماوو یوه لویه غونډه» رابللې وه او تمه وه چې په دې غونډه کې به د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه پرېکړه وشي چې د نړیوالې ټولنې هم یو  له مهمو غوښتنو څخه ده. خو د تمې خلاف د علماوو په غونډه کې په مشخص ډول د نجونو د ښوونځو د بیرته پرانیستلو پر موضوع خبرې ونه شوې.

د عالمانو د غونډې پای؛ «د طالبانو حکومت دې په رسميت وپيژندل شي»