1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسټرالیا: د نایابو نباتاتو او حیواناتو د مړه کیدو مخنیوی

۱۴۰۱ مهر ۱۴, پنجشنبه

د اسټرالیا حکومت غواړي د خطرونو په مقابل کي د هیواد د نایابه حیواناتو او نباتاتو ښه حفاظت وکړي او د ژر او په ډراماتیک ډول مړه کیدو او له منځته تلو مخنیوی یې وکړي.

https://p.dw.com/p/4HiK8
DW Global Ideas | Koalas in Australia
انځور: Daniel Berehulak

د حفاظت د یوه لس کلن پلان په مرکز کي، کوم چي د اقلیم ساتني د وزیري، تانیا پلیبرسک  لخوا وړاندي سوی دی، په اوله کي به شل منطقې او د نباتاتو او حیواناتو ۱۲۰ انواع شامل وي، چي د طبیعي لحاظه ډیر مهم دي: لکه د جنوبي اسټرالیا د کنګرو ایسلنډ او د شمال په حاره اي منطقه کي د کاکادو ملي پارک. 
په ۱۷۸۸ م کال کي د دغه هیواد د مستعمره کیدو راهیسي په دغه سره براعظم کي د ژوو مختلف انواع له منځته تللي دي، چي د مځکي تر بلي هري نقطې ډیر دي.