1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

اسلام آباد کې موټر بم چاودنه شوې

۱۴۰۱ دی ۲, جمعه

د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د استوګنې سیمې ته څیرمه د موټربم چاودنه شوې چې په پایله کې یې دوه شکمن وسله وال او د پولیسو یو افسر وژل شوي دي. دغه خبر ځایي پولیسو ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4LNNZ
Pakistan Islamabad l Bombenexplosion
انځور: Waseem Khan/REUTERS

اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دې پېښې د پاکستان په یوه خوندي ښار کې د وسله والو د حضور په هکله اندېښنې راپورته کړي دي.

زیاته شوې ده چې په دغه چاودنه کې درې پولیس او اووه پلي کسان ټپیان شوي هم دي.

د پولیسو د اعلامیې له مخې چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه چې پولیسو یوه موټر ته د تالاشۍ له پاره د دریدو امر وکړ. زیاته شوې ده چې د موټر د درولو پر ځای د هغه چلوونکي په موټر کې ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړ. د پولیسو په خبره په موټر کې یوه ښځه هم وژل شوې ده.

لا تر اوسه د دغه برید مسئولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. خو د نومبر له میاشتې راهیسې کله چې پاکستاني طالبانو په یو اړخیز ډول د پاکستان له حکومت سره شوی اوربند پای ته ورساوه، پاکستاني طالبانو خپل بریدونه ډیر کړي دي.

دغه پېښه څو ورځې وروسته له هغې رامنځ ته کیږي چې پاکستاني طالبانو د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د پولیسو په یوه مرکز چې پکې بندي خانه هم وه برید کړی وو او یو شمیر چارواکي یې یرغمل نیولي وو.

د پاکستان ځانګړو ځواکونو د سه شنبې په ورځ په دغه مرکز برید وکړ او د پاکستان د پوځ په خبره په دغه عملیاتو کې د طالبانو اړونده ۲۵ کسان ووژل شول. همداشان د درو امنیتي ځواکونو او د درو یرغمل نیول شوو کسانو د وژل کیدو رپوټونه هم ورکړل شوي وو.