1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

اسرائیلي پوځ د اکتوبر د اوومې برید د پلانوونکي انځور خپور کړ

۱۴۰۲ دی ۱۷, یکشنبه

اسرائیلي پوځ په ایکس ټولنیزه شبکه کې د حماس د نظامي څانګې قوماندان محمد ضیف «د حماس د اکتوبر د اوومې قتل عام متفکر مغز» انځور خپور کړی او لیکلي یي دي « ډالر په لاس کې محمد ضیف!»

https://p.dw.com/p/4awEe
Gaza-Streifen, Rafah | Zerstörte Gebäude nach israelischem Luftschlag
انځور: Ibraheem Abu Mustafa/REUTERS

محمد ضیف په دې انځور کې له یوه بل چا سره د خبرو په حال کې لیدل کیږي چې په ښي لاس کې یو پلاستیکي ګلاس کې نوشابه لري او چپ لاس کې یې څو د ډالرو لوټونه دي.

محمد ضیف په تیرو کلونو کې څو وارې د اسرائیلي ځواکونو له بریدونو څخه ژوندی پاتی شوی دی. د ضیف میرمنه او زوی د اسرائیل په بمباریو کې وژل شوي دي. محمد ضیف د حماس د نظامي څانګې قوماندان دی او اسرائیل هغه خپل لوموړی درجه دښمن بولي.

محمد ضیف چې اصلي نوم یي محمد مصري دی، احتمالاً په ۱۹۶۵م کال کې غزې تراډې ته نږدې د خان یونس په یوه پنډغالي کې زیږیدلی دی او په تیرو دوو درو لسیزو کې یې د اسرائیل پر وړاندې په ډیر شمیر عملیاتو کې ګډون کړی دی.

محمد ضیف د بیولوژي په رشته کې تحصیل کړی او یوه موده یې د تیاتر په برخه کې هم فعالیت کړی دی. هغه له خپلو هم سنګرانو څخه د «ضیف» یا میلمه لقب ترلاسه کړی، ځکه په پرله پسې ډول به یي خپل د استوګنې ځای بدلولو. د حماس پیروانان محمد ضیف «ویاړلی اتل» بولي.

ویل کیږي چې تر دری میاشتې مخکې پورې یعنې په غزه کې د جګړې د پیلیدو تر وخته پورې اسرائیل یوازې ډیر پخواني انځورونه د هغه کس درلودل چې ګمان کیده د اکتوبر د اوومې د بریدونو یو له طراحانو څخه به وي.

آژانسونه: ش.ن/خ.ح

انتي سیمیتزم کله پیلیږي؟