1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیلو یو وار بیا د غزې په تړانګه برید کړی

۱۴۰۲ مهر ۲, یکشنبه

اسرائیلي پوځ د شنبې په شپه یو وار بیا پر دغې سیمې د بې پیلوته الوتکو برید کړی دی.

https://p.dw.com/p/4WkVX
Israel greift Hamas-Ziele nach Beschuss aus Gaza an
پر حماس د اسرائیلو برید(آرشیف انځور)انځور: Reuters/M. Salem

د غزې تړانګې او اسرائیل په سرحد کې د فلسطینیانو له تاوتریخوالي ډکو مظاهرو وروسته، اسرائیلي پوځ د شنبې (د سپټمبر میاشتې ۲۳ نیټه) په شپه یو وار بیا پر دغې سیمې د بې پیلوته الوتکو برید کړی دی. اسرائیلي پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دغو بې پيلوټه الوتکو د حماس پر «پوځي مرکزونو» برید کړی دی. په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې مخکې تر دې هم د دې سیمې په شاوخوا کې «له تاوتریخوالي ډکې ترينګلتياوې» رامنځته شوې وې. د فلسطینيانو امنیتي ځواکونو اعلان کړی دی چې اسرائیلي پوځ د «غزې ښار په ختیځ کې د څار پر یوې پوستې» برید کړی دی.  تر اوسه پورې هیڅ کوم لوري د احتمالي تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.