اسرائیل له لبنان سره په پوله کې دیوال جوړوي
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۲, سهشنبهاعلان
اسرائیل له لبنان سره په پوله د یوه دیوال په جوړولو لاس پورې کړی دئ. د پوځ یوه ویاند وویل چې د دغه یو کلومیتري دیوال د جوړولو په هلکه د لبنان د پوځ او د جنوبي لبنان د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک سره خبرې شوي دي.
د اسرائیلو د راډیو تلویزیون د شبکې په حواله دغه دیوال به د موتیلا سرحدي سیمه د لبنان له لوري له ډزو څخه وژغوري.
اسرائیل او لبنان چې په رسمي توګه له یو بل سره د جنګ په حالت کې دي د ملګرو ملتونو په منځګریتوب په منظمه توګه د پولې د وضعې په هکله خبرې اترې کوي.