اسرائیل د دمشق پر هوایي ډګر توغندیز برید کړی
۱۳۹۷ شهریور ۲۵, یکشنبهد سوریې د دولتي رسنیو د رپوټ پر بنسټ اسرائيلي پوځ د جمعې په ماښام (د سپټمبر میاشتې ۱۵) د دمشق پر هوایي ډګر توغندیز برید کړی دی. د سوریې دولتي خبري آژانس «سانا» تیر ماښام د دغه هیواد د پوځ په حواله خبر وکړ چې د دې برید په پایله کې د سوریې د توغندیو دفاعي سیستم فعاله شو او د دښمن څو توغندي یې دفع کړل.
په دمشق کې د فرانسې خبري آژانس یو خبریال وایي چې د یوې لویې او څو کوچنیو چاودنو غږونه یې اوریدلي دي. د سیمي اوسیدونکو هم د دمشق د نړیوال هوایي ډګر په شاوخوا کې د څو چاودنو د غږونو اوریدو خبر ورکړی دی.
بل لور ته د سوریې د بشري حقونو سازمان چې مقر یې په لندن کې دی اعلان کړی دی چې هغه توغندي چې په زیات احتمال سره د اسرائیلو له خوا توغول شوي ول، د هوایي ډګر په اطرافو کې پر مځکه لګیدلي دي او په دې اساس د وسلو ډېپوګانې په نخښه شوي دي.
اسرائیل پر سوریې برید په ندرت سره تائیدوي. د دې هیواد چارواکو د روانې میلادي میاشتې (سپټمبر) په لومړیو کې اعلان وکړ چې د تیرو ۱۸ میاشتو په موده کې يې تر ۲۰۰ ډیر واره پر سوریې برید کړی دی.
د دې هیواد پوځ مخکې تر دې څو څو ځله په سوریې کې هدفونه په نخښه کړي دي. کتونکي اټکل کوي چې د اکثره دغو بریدونو هدف د ایراني ځواکونو او د لبنان د حزب الله د مرکزونو په نخښه کول وي چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي.
اسرائیلو په وار وار سره ویلي دي چې اراده لري په سوریې کې د ایران د حضور مخه ونیسي. اسرائیل او امریکا په سوریې کې د ایران د نفوذ د کمولو له پاره پر روسیې فشار راوړي.