اسرائيليان او فلسطينيان بيا خبري اتري کوي
۱۳۹۲ مرداد ۸, سهشنبهد منځني ختيځ د کړکېچ په ټپه ولاړ حالت کي تر درې کلن ځنډ وروسته اوس یو څه خوځښت رامنځ ته شوی دی. د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چي د اسرائيلو او فلسطينيانو مرکچيان د دوشنبې په ماښام په واشنگټن کي د دغه هيواد د بهرنيو چارو د وزير جان کېري له خوا یوې ماښامنۍ ته وربلل سوي ول.
ويل سوي دي چي دغه مقدماتي خبري به بيا وروسته د سولي په خبرو کي رښتنی رول ولري. د امريکا متحده ايالاتو په منځگړيتوب په دغو دوو ورځنيو خبرو کي به د راتلونکو مياشتو له پاره پر يوه کاري پلان باندي خبري وسي.
د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما، په احتياط سره خوشبيني ښوولې ده. هغه په يوه لکلې بيانيه کي ويلي دي: «دا مخ پر وړاندي يو هيله من گام دی. خو اوس هم سخت کارونه او سختي پريکړي په مخکي دي.»
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کیري، د څو مياشتو ديپلوماتیکو تلاښوونو په نتيجه کي د اسرائيلو او فلسطينيانو مرکچيان خبرو ته سره حاضر کړي دي. کيري د دواړو اړخونو ترمنځ په اسرائيلو کي د امريکا متحده ايالاتونو پخوانی سفير مارتين اينديک منځگړی ټاکلی دئ.
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند جان پساکي، ويلي دي چي دغه استازي غواړي چي نزدې نهه مياشتي د سولي د پلان پر سر خبري اتري وکړي.
د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ له سره د سولي د خبرو اترو د پيلېدو اعلان څو ورځي مخکي وسو. په دغو خبرو اترو کي د اسرائيلو استازيتوب د دغه هيواد د عدليې وزيره څيپي ليوني، او د لومړي وزير بنيامين نتانياهو استازی اسحاق مولخو، کوي.
د فلسطينيانو له اړه د هيئت مشري صايب عريقات کوي. څارونکي په دې باور دي چي د منځني ختيځ د کړکېچ حل به ډېر پېچلی او ستونزمن وي.