اسرائيلو د سوريې د پوځ مرچلونه بمبار کړي
۱۳۹۴ مرداد ۳۰, جمعهد اسرائيلو پوځ د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د اگست ۲۰مه) ويلي دي چي له سوريې څخه د اسرائيلو پر شمال باندي تر توغندي بريد وروسته د جولان په لوړو کي د سوريې د پوځ پر مرچلو يرغل کړی دئ.
د سوريې د بشري حقونو د څار ټولني چي مرکز ئې په لندن کي دئ، ويلي دي چي د اسرائيلو پوځ د پنجشنبې په ورځ په قنيطره ولايت کي چي د جولان په لوړو کي دی د سوريې د پوځ مرچلونه ويشتلي دي.
د آلمان خبري آژانس او د بشري حقونو د څارونکو په احوال د سوريې د پوځ د تلفاتو په اړه تر اوسه پوري معلومات نسته.
تر دې دمخه د اسرائيلو پوځ خبر ورکړی وو چي د پنجشنبې په ورځ له سورئې څخه پر اسرائيلو باندي څلور توغندي توغول سوي دي.
اسرائيلو د دغه توغنديي بريد پړه پر هغو افراطيانو باندي اچولې چي وايي د ايران له خوا ئې ملاتړ کيږي.
د اسرائيلو د يوې پوځي سرچينې د اعلان له مخي د دغه هيواد پوځ تيره ورځ «پنځه يا شپږ» واري د جولان په لوړو کي د سوريې پر پوځ د توپخانې او هوايي يرغلونه کړي دي.