1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائيلو د حماس پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي

۱۳۹۹ تیر ۱۶, دوشنبه

د منځني ختيځ د سولې د پلان په اړه د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ حکومت واک ته د رسېدو پر وخت يوه يادونه کړې وه. خو په رښتيا د دغه پلان د عملي کولو د ارادې څخه اوس ډېر څه نه ليدل کیږي.

https://p.dw.com/p/3eqFy
Israel Kampfflugzeug Air Force F-35
انځور: Reuters/A. Cohen

له غزې تراډې څخه د راکټي بريدونو په ځواب کې اسرائيلو د تندلارې ډلې حماس مرکزونه په نخښه کړي دي. د اسرائيلو پوځ ويلي دي چې هوايي ځواک یې د فلسطنيانو د دغه سازمان تر ځمکې لاندې پراته تاسيسات بمبار کړي دي.

د پوځ په حواله تر دې څو ساعته د مخه د غزې تراډې څخه درې توغندي پر اسرائيلو توغول شوي ول. زياته شوې ده چې يو راکټ د هوايي ځواک له خوا شنډ کړل شوی وو.

د رسنیو په حواله دوه نور بيا د استوگنې د سيمو دباندې لگيدلي ول. خو د دواړو لورو په دې بريدونو کې څوک ټپيان شوي نه دي.

«زموږ ولس ته د جنگ اعلان»

د حماس ډلې چې پر غزې تراډي کنترول لري، د جون مياشتې په پای کې اسرائيلو ته د اردن سيند د  لويديځې غاړې د يو شمير سيمو د الحاق څخه لکه د ولسمشر دونالد ترمپ د منځني ختیځ په پلان کې چې ذکر شوی، خبرداری ورکړی وو. زياته شوې وه چې د دغو سيمو الحاق ته به د «زموږ ولس سره د جگړې د اعلان په سترگه وکتل شي.»

يوه ورځ تر مخه له غزې تراډې څخه پر اسرئيلو دوه توغندي وتوغول شول. اسرائيلو یې په ځواب کې د فلسطنيانو په سيمه کې د حماس پر مرکزونو هوايي بريدونه وکړل.

د ترمپ پلان په اصل کې د اسرائيلو له خوا د اردن سيند د لویديځې غاړې د ۳۰ سلنه خاورې چې د ۱۹۶۷م کال راهيسې  د اسرائيلو تر ولکې لاندې ده، د الحاق اجازه ورکوي.

لومړي وزير بنيامن نتنياهو هم څرگنده کړې ده چې په دې مسئله کې به هیڅ تیريدنې او جوړجاړي ته چمتو نه شي.

bs/nz (afp,rtr)