اسرائيل په لويديځ اردن کې په سلهاو نوي کورونه جوړوي
۱۳۹۱ خرداد ۱۸, پنجشنبهاعلان
د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نيتانياهو د فلسطين په اشغال سوي لويديز اردن کښي د يهودي ناقلينو له پاره د ۵۵۱ نوو کورونو د جوړولو اجازه ورکړې ده. له دې سره به په دې سیمه کښي د پخوانیو ۳۰۰ کورونو تر څنګ اضافه نور کورونه وي. دغه خبر د اسرائيلو د کور جوړولو وزارت ورکړی دئ.