اسرائيل: زموږ فعاليتونه د حزب الله ډلي د فعاليتونو سره تړلي دي
۱۳۸۹ تیر ۲۱, دوشنبهخو د اسرائيلو دافعاليتونه د حزب الله او د هغه د پلويانو د فعاليتونو سره مخامخ اړيکي لري.
حزب ا لله غواړي چي داسرائیلو دپولو په اوږدوکي د نفوذ ساحه پراخه کړي او اونيفل يا د ملگرو ملتونو شنې خولۍ عسکر پدي برخه کي مزاحمت کوي.
اسراييل دعکسونو له لاری هڅه کوي چي داثابته کړي چي حزب الله ددي هیواد دګدوپولوپه سیمه کي دوسلوګودامونه او خپلي دقوماندانۍ مرکزونه په کليو کي داسي ځايونوکي چي دجوماتونواوښونځيو ترڅنګ وي جوړ کړي او ورځ په ورځ زيادتره توسعه ورکوي.
د لبنان دشيعه ګانو ټولني خپل د وسلو تش شوي ګدامونه وخته بيرته ډک کړي، او اوس يي بهتره توغندي اخيستي دي چي دوئ ته په اسرائیلو باندي دسختو حملو کول ممکنوي.
دکورني سیاست له مخي يي ځان په هیواد کي ښه ټينګ کړي او هيڅوک پرته ددوي له خبرتيا اوشريک والي څخه حکومت نشی کولاي .اودبهرني سیاست له مخي حزب الله اوس دپخوا په پرتله زيادتره له سوريي او ايران څخه ملاتړ ترلاسه کوي .
Philipp, Peter/ رحيله اميري
کتونکی. زيارمل