اسرائيل او فلسطين ته د آلمان د پروتستانت د کليسا د مشر سفر
۱۳۸۶ فروردین ۲۴, جمعهاسرائیلو ته د آلمان د پروتستانت د کلیسا د پلاوی سفر به شپږ ورځی دوام وکړی. د چهار شنبی په ورځ هغه پلاوی د نازی آلمان په دوره کی د یهودیانو د عام قتل د غندلو په توگه په اسرائیلو کی د یاد واشیم له یادون ځای څخه لیدنه کتنه وکړه. په پام کی دئ چه نوموړی پلاوی به د نورو دینونو له مشرانو او همدا راز د اسرائیلو د لومړی وزیر له مرستیال، شیمون پیرس او د فلسطینی د خپلواکمنی اداری له رئیس محمود عباس سره وگوری.
د المان د پروتستانت د کلیسا مشر، هوبرو وویل چی په سیمه کی امن او سوله هغه وخت ټینگږی چی اسرائیل او فلسطینینان دواړه د یو بل په شته والی باندی اعتراف وکړی. هغه وویل :
“ د اسرائیلو د ډاډ وړ دایمی شته والی هغه وخت ممکن دئ چی د فلسطینیانو د دولت د جوړښت او دهغوی د خپل ارادی حق ته غاړه کیښودله شی. او بر عکس هم همدا شان، د فلسطینانو دائمی شته والی په دی پوری تړلئ دئ چی هغوی او گاوند ی هیوادونه د اسرائلو شته والی په رسمیت وپیژنی. “