1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

استرالیا: پر مسلمانې امیدوارې ښځې د برید ویډیو خپره شوه

۱۳۹۸ آذر ۳, یکشنبه

په سدني کې یوه کس په ظاهره کې بې له کوم دلیله په کافې کې ناستې مسلمانې امیداوارې ښځې ګوزارونه وکړل. دغه افراطي شخص د اغیزمنې شوې ښځې ترڅنګ د اسلام ضد شعارونه هم ورکول. د دې پيښې ویډیو اوس خپره شوې ده.

https://p.dw.com/p/3TaNk
Sydney Andrew Scipione Polizei PK Australien Mord Polizei spricht von Terrorakt nur weil der Junge ein Muslim ist
انځور: picture-alliance/dpa/L.H.Jones

د فرانسې خبري آژانس په حواله په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې په یوه رستورانت کې درې مسلمانې ښځې چې زړوکی یا ټيکري یي په سر دي، ناستې دي. یو کس د دوی میز ته راځي او په قهرجن انداز کې خبرې کوي. درې واړه ښځې په ډیر اطمينان سره د هغه پوښتنې ځوابوي چې دغه شخص په ناڅاپي توګه له دغو دریو ښځو څخه په يوې د سوکانو او لغتو باران جوړوي. امیدواره ښځه پر ځمکې رالویږي، خو بریدکونکی پری هلته هم خپل تشدد جاري ساتې.

په همدې منځ کې په رستورانت کې موجود خلک د دې ښځې د ژغورنې له پاره رامخته کیږي او برید کونکی راټينګوي. تر پېښې سمدستي وروسته پولیس را رسیږي او ۴۳ کلن برید کونکی نیسي او اغیزمنه شوې ښځه روغتنون ته انتقالوي. وروسته بیا داکتران اغیزمنه شوې میرمنه له روغتون څخه رخصتوي.

د استرالیا پولیسو نه یوازې پر دغه بریدکونکي د فزیکي تشدد دعوا کړې، بلکې د هغې ضمانت یي هم رد کړی دی. پولیسو د دې برید د انګیزې په اړه څه نه دي ویلي.

د «استریلین فډریشن اف اسلام» شورا دا عمل اسلام فوبیا یا له اسلام سره ضديت وبلله. د دې ټولنې مشر رتب جنید وویل چې دا د توکمپالنې او له اسلام سره د دښمنۍ برید وو او هیله یي څرګنده کړه چې دغه قضیه باید له همدې اړخ څخه تعقیب شي.

د چارلس سټورټ پوهنتون د یوه وروستي څیړنیز رپوټ پر بنسټ اسلام فوبیا يا له اسلام سره ضديت په استرالیا کې پر یوې معضلې بدل شوی دی او د پوړني یا زړوکي په سرونکي مسلمانې ښځې په خاص ډول له دې خطر سره مخامخې دي.

د دې رپوټ پر بنسټ په ۱۱۳ داسې پېښو کې چې پر ښځو فزیکي تشدد شوی دی، ۹۶ سلنه یي د پوړني یا زړوکي په سرونکې ښځې وې.

آژانسونه/ش.ن/ن.ص