1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

استرالیا خپلو اتباعو ته؛ افغانستان ته له تلو ډډه وکړئ

۱۴۰۲ آذر ۱۳, دوشنبه

د استرالیا حکومت پر خپلې هغه پرېکړې یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې د دغه هېواد اتباع دې افغانستان ته له تلو ډډه وکړي.

https://p.dw.com/p/4Zl9H
Flaggen von Neuseeland und Australien (R)
انځور: Getty Images/AFP/M. Melville

 

د استرالیاد بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره خپلو اتباعو ته یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د نه خودیتوب او امنیتي ستونزو په خاطر دې له تګ ډډه وکړي.

دوی ویلي دي چې د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو دوامداره او لوی ګواښ لا پر ځای دی.

دوی په دې بیان کې زیاته کړې ده چې د استرلیا وګړي په افغانستان کې د تښتونې او توقیف له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې د ګواښونو دغه راپورونه یې څنګه ترلاسه کړي، خو خپلو اتباعو ته یې سپارښتنه کړې چې افغانستان ته سفر ونه کړي.

واک ته د طالبانو په رسېدو سره د اسټرالیاحکومت په وارو وار خپلو اتباعو ته خبرداری ورکوي چې افغانستان ته له تلو ډډه وکړي خو د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.